تازه خبرونه
زرګونو کسانو په کابل کې له شاپور ځدراڼ سره وروستۍ مخه ښه وکړه
په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو؛ راشد خان، محمد نبي او مجیبالرحمن، د نوموړي د کورنۍ غړو، چارواکو، لوبغاړو او زرګونو مینهوالو ګډون کړی و او د افغانستان کرکټ له یوه مخکښ لوبغاړي سره یې وروستۍ مخه ښه وکړه.
زرګونو کسانو د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د جنازې او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ او د هېواد د کرکټ له یوې اغېزمنې څېرې سره یې وروستۍ مخه ښه وکړه.
د نوموړي د جنازې لمونځ د پنجشنبې پر سهار(۱۰ بجو) د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو او وروسته یې جسد د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو؛ راشد خان، محمد نبي او مجیبالرحمن، د نوموړي د کورنۍ غړو، چارواکو، لوبغاړو او زرګونو مینهوالو ګډون کړی و او د افغانستان کرکټ له یوه مخکښ لوبغاړي سره یې وروستۍ مخه ښه وکړه.
د شاپور ځدراڼ جسد د چارشنبې پر ورځ( د چنګاښ اووهلسمه) له هند څخه، چې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره په یوه روغتون کې بستر و؛ د کامایر په الوتکه کابل ته راولېږدول شو او د سېشنبې( دچنګاښ پر شپاړلسمه) پر ورځ یې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړې وه.
شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره په ۴۴ یو ورځنیو، ۳۶ شلآوریزو نړیوالو او یوې ټسټ لوبه کې برخه اخیستې وه او نړیوالو سیالیو ته یې د افغانستان په لاره موندلو کې یې خپله ونډه ترسره کړه.
د نوموړي له مړینې وروسته د افغانستان او نړۍ له بېلابېلو برخو د کرکټ لوبغاړو، پخوانیو ملګرو او مینهوالو د خواخوږۍ او درناوي پیغامونه خپاره شوي دي. ډېری کسان شاپور ځدراڼ د افغانستان کرکټ د بریاوو له بنسټګرو او هغو لوبغاړو څخه ګڼي، چې افغانستان یې د نړیوال کرکټ د راڅرګندېدونکي ځواک په توګه نړۍ ته وروپېژاند.