تازه خبرونه
زلمي خلیلزاد په کابل کې له امیرخان متقي سره ولیدل
په دې لیدنه کې، چې نن (یکشنبه د مرغومي اوومه) تر سره شوې؛ دواړو خواوو د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د لارو چارو، فرصتونو او همدارنګه د ننګونو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سولي پخوانی استازی زلمی خلیلزاد په کابل له بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې، چې نن (یکشنبه د مرغومي اوومه) تر سره شوې؛ دواړو خواوو د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د لارو چارو، فرصتونو او همدارنګه د ننګونو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ تعامل یو نوي پړاو ته داخل شوی او د خبرو اترو له لارې د اړیکو د پرمختګ لپاره فرصتونه شتون لري.
زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امنیت او بیارغونې په برخو کې له پرمختګ ستاینه کړې او د دوه اړخیزو خبرو اترو پر دوام یې ټینګار کړی دی.