ساینس او ​​ټیکنالوژي

ساینس‌پوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ

دا انځورونه د امریکا د هاوای ایالت «ډنیل کې. اینوي» پر لمریز ټلسکوپ اخیستل شوي او هغه ګردابونه په کې ښکاري، چې قطر یې له ۱۹ څخه تر ۱۷۰ کیلومټر پورې رسېږي.

Published

on

ساینس‌پوهانو د نړۍ د تر ټولو ځواکمن لمریز ټیلسکوپ پر مرسته د لمر د سطحې تر ټولو روښانه انځورونه ثبت کړي دي. دا انځورونه د لمر په خورا تودو ګازونو کې تاوېدونکې بڼې ښيي، چې د څېړونکو د څرګندونو له مخې د ونسان وان ګوګ «ستوریزه شپه» نومي اثر انځور ته ورته ښکاري.

دا انځورونه د امریکا د هاوای ایالت «ډنیل کې. اینوي» پر لمریز ټلسکوپ اخیستل شوي او هغه ګردابونه په کې ښکاري، چې قطر یې له ۱۹ څخه تر ۱۷۰ کیلومټر پورې رسېږي.

څېړونکي وايي؛ دا لومړی ځل دی، چې د کلوین ـ هلمهولټز بې‌ثباته نومې پدیده د یوه ستوري پر سطحه لیدل کېږي. دا پدیده هغه مهال رامنځته کېږي، چې د ګازو دوه بهیرونه په بېلابېلو چټکتیاوو سره د یو بل ترڅنګ وخوځېږي او ګردابونه جوړ کړي.

د ساینسپوهانو د څرګندونو له مخې، دا موندنه د لمر د چلند او د لمریزو لمبو او چاودنو د لاملونو په ښه پوهېدا کې مرسته کوي، چې کله ناکله پر سپوږمکیو، د موقعیت موندنې پر سیسټمونو(جي‌پي‌اس)، د برښنا پر شبکو او د ځمکې پر مخ پر مخابراتو اغېز کوي.

څېړونکي دا موندنه د لمر پېژندنې په برخه کې مهم ګام بولي او وایي؛ نوي انځورونه د علمي ارزښت تر څنګ ځانګړې ښکلا هم لري، چې د وان ګوګ «ستوریزه شپه» او د کاټسوشیکا هوکوسای« کاناګاوا لویه څپه» هنري آثارو ته ورته دي.

Trending

Exit mobile version