تازه خبرونه

سراج الدین حقاني او د متحده عربي اماراتو چارواکو په څو برخو کې هوکړې وکړې

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۳

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا او یو لړ موضوعاتو خبرې او هوکړې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره په کتنه کې له امنیتي بنسټونو سره په روغتیا او ودانیزو چارو کې د دغه هېواد د مرستې غوښتنه وکړه.

مجاهد ویلي، چې متحده عربي اماراتو ژمنه کړې، چې د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو مدیریت په ډیجیټل کولو کې به مرسته کوي.

نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې حقاني د متحده عربي اماراتو له یو شمېر چارواکو سره خبرې کړې او په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو د خلاصون په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې د دې هېواد هوکړه لیکونه ترلاسه کړي دي.

هغه ویلي، د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو ټینګول، د کورنیو چارو په وزارت کې د ترافیکو مدیریت ډیجیټل کول، افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې هغه څه دي، چې دواړو لوریو پرې هوکړه وکړه.

مجاهد د متحده عربي اماراتو چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې افغانستان امن شوی او په افغانستان کې د اوسني امنیت او ثبات ملاتړ کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د افغانستان په بیارغونه او پانګونه کې به د حکومت تر څنګ اماراتي شرکتونو هم ونډه ولري.

 

سراج الدین حقاني د سې شنبې پر ورځ متحده عربي اماراتو ته ولاړ او هلته یې په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره وکتل.

Trending

Exit mobile version