لوبی
سریلانکا د ۲۰ اورزیز لوبلړ لومړۍ لوبه له افغان لوبډلې وګټله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټسټ او درې یو ورځنیو لوبو له بایللو وروسته؛ د ۲۰ اوریز لوبلړ په لومړۍ لوبه کې له سریلانکا څخه پر ۴ منډو ماتې وخوړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبه د تېره شپه د سلواغې اتهویشتمه د سریلانکا پر کوربهتوب ډمبولا په رنګیري نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
په دې لومړۍ لوبه کې د سریلانکا ملي لوبډلې لوبغاړو توپوهنه پیل کړه او بریالي شول، چې تر ۱۹ اوورونو مخکې افغانستان ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکي.
په دغو سیالیو کې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نهکړی شو او دغه لوبه یې وبایلله.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ ۶۷ منډې او د سریلانکا لپاره وینډو هاسارنګا ۶۷ منډې وکړې.
افغانستان په داسې حال کې خپله ماتې ومنله، چې تېره اوونۍ هم سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځني لوبلړ لوبې ګټلې وې.
په روانه اوونۍ کې به دواړه لوبډلې د ۲۰ اوریزو سیالیو په لوبلړ کې د یو بل پر وړاندې دوه نورې سیالۍ هم ترسره کړي.