نړۍ

سعودي عربستان له خپلو وګړو څخه د لبنان پرېښودلو غوښتنه وکړه

Published

on

په لبنان کې د سعودي عربستان سفارت د جمعې پر ورځ ناوخته د X شبکه له لارې وغوښتل، چې وګړي یې باید ژر تر ژره د لبنان له جنګ ځپلیو سیمو ووځي او ورته نږدې هم نه‌شي.

سعودي عربستان د لبنان د دغو سیمو نومونه نه‌دی اخیستي.

د سفارت په اعلامیه کې لبنان ته د سعودی وګړیو د سفر پر بندیز بشپړ ټینګار شوی دی.

کویت هم د شنبې پر سهار یوه سپارښتنه خپره کړې او په لبنان کې یې له میشت کویتیانو غوښتي، چې ډېر پام دې ساتي او ناامنو سیمو ته باید له ننوتلو ډډه وکړي؛ خو پر X  د کویت د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، ورته د لبنان له پرېښودلو ډډه شوې ده.

د رویترز د څرګندونو له مخې: د اګست پر لومړۍ نېټه انګلستان هم لبنان ته د سفر سپارښتنه نوې کړې او عین الحلوه ته، چې د فلسطیني مهاجرو د کمپ سویلي برخې دي؛ ټول سفرونه پرته له اړینو هغو د ډډې کولو سپارښتنه شوې ده.

امنیتي سرچینو ویلي، چې په دې کمپ کې د جولای پر ۲۹ له نښتو لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ عین الحلوه په لبنان کې د فلسطینی کډوالو له ۱۲ کمپونو څخه تر ټولو لوی کمپ دی، چې په ټول لینان کې له شاوخوا ۸۰ زره څخه تر ۲۵۰۰۰۰ پورې د فلسطینی کډوالو کوربه دی.

Trending

Exit mobile version