تازه خبرونه
سعودي عربستان له مسلمانانو غوښتي، چې حج ته چمتووالی ودروي
دا په داسې حال کې ده، چې د جولای او اګست په میاشتو کې خلکو د فرضي حج مراسمو ته چمتووالی نیولی او غواړي مکې او مدینې ته سفر وکړي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې د کرونا ویروس د پراخیدو له وېرې د عمرې حج هم ځنډول شوی دی.
د راپورونو له مخې مکې مکرمې، مدینې منورې او ریاض ته هم د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګیدلی دی.
ویل کیږي، چې په سعودي عربستان کې پر کرونا ویروس تر دې دمه ۱۵۶۳ کسان اخته شوي او ۱۰ مړه دي.