سوداگري

سوداګرو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېرو سوداګریزو لارو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۹, ۱۴۰۲)

سوداګرو د سوداګرۍ له وزارت او د پاکستان د عوايدو له رياست څخه د غلام خان او خرلاچي لارې د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې همغږي کوونکي ضیاءالحق سرحدي او د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني مرستیال منظور الهي په یوه ګډه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د سپین بولدک لارې تړلو او د غلام خان او خرلاچي په بندرونو کې لږې سوداګریزې هڅې د تورخم پر لویه لار د کار فشار ډېر کړی دی.

دوی څرګنده کړې: له تورخم څخه افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د مالونو بې پرله‌پسې لېږد د دې لامل شوی، چې نه یوازې د بار وړونکیو لاریو د تګ راتګ موده له لس ورځو څخه تر یوې نیمې میاشتې پورې اوږده شوې، بلکې د لګښتونو کچه هم ورسره زیاته شوې ده.

سرحدي ټینګار کړی؛ افغانستان ته د مالونو لېږدونکې لارۍ له شاوخوا ٤٥ ورځو وروسته بېرته پاکستان ته راځي او مالکان يې اوس د دې پر ځاى، چې خپلې لارۍ افغانستان ته ولېږدوي، په پاکستان کې دننه لېږدېدا ورته غوره ده. دا کار د دې لامل شو، چې له کبله يې د موټرو سخت کمښت رامنځته شوى دى.

Trending

Exit mobile version