تازه خبرونه
سوداګریزو بانکونو د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک کړ
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا سند د اقتصادي کمیسیون د کاري طرزالعمل د دوهیمې مادې د پېنځمې فقرې له مخې جوړ شوی، چې په قانوني ډول د سوداګریزو بانکونو د ونډې اخیستو له لارې د ټولګټو پروژو تمویل ته زمینه برابره شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي؛ نن پنجشنبه(د زمري دېرشمه) د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا سند د اقتصادي کمیسیون د کاري طرزالعمل د دوهیمې مادې د پېنځمې فقرې له مخې جوړ شوی، چې په قانوني ډول د سوداګریزو بانکونو د ونډې اخیستو له لارې د ټولګټو پروژو تمویل ته زمینه برابره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې سند موخې په ټولګټو پروژو کې د ونډې اخیستو او د دې پروژو د تمویل لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول؛ د هېواد په دننه کې د سوداګریزو بانکونو لپاره د پانګونې فرصتونه برابرول او د سوداګریزو بانکونو د عوایدو د زیاتوالي لپاره د زمینې برابرول دي.
د دغه میکانیزم له مخې به مالیه وزارت له اړوندو سکټوري ادارو څخه ټولګټې پروژې غواړي او دغه وزارت به یې مالي موډلونه ترتیبوي.
ویل کیږي، چې د افغانستان بانک به د ټولګټو پروژو په تمویل او تطبیق کې سوداګریز بانکونه ونډې اخیستو ته هڅوي.
