تازه خبرونه

سوله په افغانستان کې د ټرانزیټي سوداګرۍ لپاره اړینه ده – قریشي

Published

on

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پاکستان دولتي راډیو ته په ډاګه کړې؛ سوله او ثبات په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو تر منځ د سوداګریز دهلیز د بشپړ فعالولو لپاره اړین دي.

د ترکمنستان پلازمېنه عشق آباد د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د پېنځه ویشتمې او د یاد سازمان د مشرانو د پېنځلسمې ناستې کوربه دی.

هغه د سې شنبې پر ورځ د اکو د وزیرانو شورا پېنځویشتمې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د اکو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پېژندلو او پراختیا لپاره نور ډېرو موخه ییزو هڅو ته اړتیا ده.

قریشي وویل چې د افغانستان له لارې د ټرانزیټي دهلیز بشپړ فعالول به د اکو د ټولو غړو په ځانګړې توګه د پنځو وچو هیوادونو د ټرانزیټي سوداګرۍ لپاره مهم وي.

د پاکستان راډیو هم راپور ورکړ چې قریشي ویلي، چې د اکو سوداګریز تړون څو اړخیزه پانګوونې، د اکمالاتو ګډ زنځیرونه، د تولید وده او سیالي هڅوي.

په دغه ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ټاپي، د کاسا زر او د ترمز، مزار، کندهار او پیښور ریل پټلۍ په ګډون په افغانستان کې د ژمنه شویو پروژو د ژر پلي کیدو غوښتنه کوي. 

ده ويلي پاكستان باور لري، چې اي سي او د يو طاقتور سيمه یيز وجود په توګه د راڅرګندېدو وړتيا لري.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په برخه کې د ایکو سازمان فعالیتونه ګټور بولي او وايي.  

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف وایي: د آزادو اقتصادي او سوداګریزو سیمو رامنځته کول، د نویو اقتصادي دهلیزونو جوړول، د انرژۍ په برخه کې د ګډو اړیکو رامنځته کیدل په ایکو ټولنه کې د بحث او څېړنې اړوند موضوعات او مسایل دي.

د یادې ناستې ګډونوالو د اکو سازمان د عمومي سرمنشي راپور او د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو لپاره د یاد سازمان د سیمه ییزو پروژو په تړاو سپارښتنې واوریدې، چې د اقتصادي پرمختګ او ودې په برخه کې د یاد سازمان اصلي لاسته راوړنې بلل کیږي.

په دې ناسته کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي: آسیا نه یوازې دا، چې د تولید د یوه مرکز، بلکې د لګښت د یوه لوی مرکز بڼه ځان ته غوره کړې. دا ټولو لپاره یو فرصت برابروي. اکو باید د اروپا او آسیا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د یوه پله په توګه عمل وکړي. یوازې په هغه صورت کې کولی شو، چې له نړیوالې سوداګرۍ څخه زیاته ګټه پورته کړو، چې په سیمه کې د سوداګرۍ او اړیکې برخه پیاوړې کړو.

سره له دې، چې د غړي په توګه له افغانستان څخه هیڅ کوم استازی په دغه ناسته کې ګډون نلري؛ خو بیا هم افغانستان د یادې ناستې د پام وړ او خبرو مهمه موضوع جوړوي.

له دغې ناستې سره همهاله د اسلامي امارت د لومړي وزیر دوه یم مرستیال عبدالسلام حنفی له افغان سوداګرو سره په ګډه ناسته کې هم د ټاپي پروژې په ګډون په هېواد کې د لویو پروژه پر پلي کولو ټینګار څرګند کړ

د اقتصادي همکاریو ټولنه یا ایکو په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې د ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو لخوا د اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګې اړیکو د پراختیا په موخه رامنځته شو. دغه ټولنه په ۱۹۹۲ کال کې پراختیا ومونده او د افغانستان، آذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبکستان په ګډون ۷ نوي هېوادونه له یاد سازمان سره یوځای شول. 

Trending

Exit mobile version