تازه خبرونه

سږ کال افغانستان ته لږه بودجه برابره شوې – ملګري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اندېښنه څرګندوي، چې نړیوالې ټولنې په روان کال کې له افغانستان سره د مرستو د پروګرامونو په لړ کې  لږه بودجه برابره کړې او د بودجې کمښت د مرستو پروګرامونه د ځنډېدا له ګواښ مخ کړي دي.

اوچا د یکشنبې پر ورځ ( د کب دیارلسمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې سږکال یې د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره له نړیوالې ټولنې څخه ډېره لږ بودجه ترلاسه کړې ده.

د اوچا د څرګندونو له مخې: په ۲۰۲۳ کال کې بشرپاله همکارانو ۲۳ دعشاریه یو میلیون وګړو ته لږ تر لږه یو ډول مرسته برابره کړې؛ خو په ۲۰۲۴ کال کې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له درې اعشاریه صفر ۶ میلیارډ بودجې څخه یوازې ۸۷ میلیون ډالر د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترلاسه شوي، چې د ډېرو پروګرامونو بهیر یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د اوچا په راپور کې راغلي، چې د تېر ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې د بشري مرستو چمتو کوونکیو ۲۶ اعشاریه ۳ میلیون افغانانو ته خواړه، د بدیل معیشت په برخه کې ۱۶ اعشاریه ۵ میلیون کسانو ته روغتیايي خدمتونه، ۹ اعشاریه ۹ میلیون ته د اوبو او حفظ الصحې، ۵ اعشاریه ۷ میلیون ماشومانو او امیدواره او شیدې ورکوونکیو میندو ته تغذیه، ۳ اعشاریه ۵ میلیون ته د ژغورنې ملاتړ، ۲ میلیون ماشومانو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې او یو میلیون نورو کسانو ته د سرپناه او غیر خوراکي توکو مرستې برابرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې په ټوله کې یې تېر کال ۳۲ اعشاریه یومیلیون کسانو ته مرستې رسولي، چې ۲۷ اعشاریه ۶ میلیون کسانو نیغ پر نیغه ورڅخه ګټه اخیستې ده. د دغو پروګرامو لپاره ۸۵۰ میلیون بودجه د ۲۰۲۲ کال څخه د پاتې پیسو څخه د ۲۰۲۳ کال په یو اعشاریه ۴۷ میلیارډ ډالرو بودجه کې استفاده شوې ده.

اوچا ویلي، چې تېرکال هم ملګري ملتونه د بودجې د کمښت له کبله ۱۸ میلیون افغانانو ته د خوړو مرستو بندیدو او ۳ اعشاریه ۴ میلیون نورو سره د مرستو نیمايي کمیدلو ته اړ شوي وه.

د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې د کمښت له کبله د تېر ۲۰۲۳ کال په اګست کې دې ته اړ شو، چې په افغانستان کې لس میلیون مرستو ته پر اړو افغانانو خپلې مرستې بندې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې د افغانانو د بشري ضرورتونو د پوره کېدو لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د ۳ اعشاریه ۶ میلیارډ ډالرو د بودجې د چمتو کولو غوښتنه کړې وه.

اوچا د تېرو لسیزو له جګړو څخه زیږیدلې لوږې، د اقلیمي بدلون اغېزو، پر ښځو محدودیتونو او له پاکستان او ایران څخه د راستنېدوکو کډوالو وضعیت ته پر کتو اټکل کړی، چې په ۲۰۲۴ ز. کال کې به هم افغانان د تېر کال پر پرتله ډېرو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا د افغانستان وضعیت اوس هم خراب ارزولی او خښ شوي ماینونه او ناچاودې توکي، په ازاد تګ راتګ باندې محدودیتونه، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالي، پر ماشومانو درانده کارونه او په کوچنیتوب کې ودونه د افغانانو د لویو ستونزو په توګه یادې کړې دي.

اوچا په افغانستان کې د اقلیم د اغېزو په اړه ویلي، چې د اقلیم بدلون په ټول هېواد کې د اوبو بحران نور هم پراخه کړی، چې ورسره د روان کال په اکتوبر کې د هرات ویجاړوونکیو زلزلو، خوړو، روغتیا او تغذیې د افغانانو اړتیاوې نورې هم زیاتې کړې دي.

اوچا په ۲۰۲۴ کال کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د یو اعشاریه ۴۶ میلیون افغان کډوالو د جبري ستنېدا اټکل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، چې اوس افغانستان په کوردننه د بې ځایه شویو کورنیو د شمېر له کبله په نړۍ کې دوه‌یم هېواد دی، چې افغانان په کې له خپلو مینوبې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د پلان له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي په یو ډول نه یو ډول بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې له ټولو اړمنو کسانو څخه ۱۷ اعشاریه ۳ میلیون خورا زیان منونکيو په ګډون د معلولیت لرونکیو کسانو د مرستې ماموریت تر پوښښ لاندې دي.

Trending

Exit mobile version