سوداگري

سږ کال به په جوزجان کې د ګازو دوه نوې څاګانې وکیندل شي – کانونو وزارت

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۲

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند څرګنده کړې؛ په جوزجان ولایت کې به سږکال د ګازو دوه نوې څاګانې وکېندل شي، چې ترڅنګ یې د ګازو د چاڼ ماشینونه هم لګول کیږي.

د دغه وزارت ویاند دا هم ویلي، چې سږ کال به له جوزجان څخه تر بلخ پورې د ۹۴.۵ کیلومتره مربع ګازو د نللیکې د غزولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي: مونږ په روان کال کې هڅه کوو، چې د بلخ او جوزجان ترمنځ غزیدلی  پایپ هم تکمیل کړو او همداراز په یتیم تاق  سیمه  کې نوې، څاګانې جوړي کړو. مونږ د تولید زیاتولو هڅه کوو، چې دعوایدو د زیاتېدو لامل شي.

د دغه وزارت چارواکو زیاته کړې؛ اوسمهال په جوزجان ولایت کې ۶۰۰ زره متر مکعب ګاز تولید او پروسس کېږي او په پام کې ده، چې په دغه ولایت کې د ګازو د تولید او پروسس وړتیا دوه میلیون متر مکعبو ته لوړ شي.

همایون افغان وایي: مونږ هڅه کوو، چې یو نوی ماشین واخلو، چې په یوه ورځ کې د ۲.۵ میلیون متر مکعب ګازو د پروسس وړتیا ولري او د دې پروژې د پیلولو لپاره پوره چمتووالی لرو.

همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي: هر څومره، چې د نفتو او ګازو په استخراج کې پانګونه وشي؛ هومره به د هېواد ستونزې اوارې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خان جان الکوزی وايي: زه فکر کوم، چې له ګازو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې د پام وړ وړتیا شته او په دې برخه کې د پانګونې د جلبولو لپاره باید زمینه برابره شي.

اوس‌مهال د جوزجان ولایت په ۹ سیمو کې د ګازو کانونه شته، چې یتیم تاق، جرقدوک، جنګل کلان، خواجه بولان او یو شمېر نورې سیمې د ګازو د حوزو په ګډون یادولای شو، چې د نفتو ساحې به په کې پراختیا ومومي.

د انرژۍ تولید د اسلامي امارت لپاره یو لومړیتوب دی؛ ځکه، چې حکومت د خپلو اړتیاوو له ۵۰ سلنه څخه د زیاتې برښنا لپاره پر ګاونډ هېوادونو تکیه کوي.

اسلامي امارت د ډبرو سکرو د برښنا پرکارخونو سربېره، له ګازو څخه د برښنا د تولید په کارخونو کې هم پانګونه هڅوي. دا بهیر په هېواد کې نوی نه‌دی؛ ځکه، چې په تېرو څو کلونو کې بیات پاور د یو مخکښ شرکت په توګه سلګونه زره خلکو ته برښنا برابره کړې ده.

بیات پاور شرکت په افغانستان کې د برښنا د تولید تر ټولو لوی شرکت دی، چې له افغانستان سره تړاو لري، په دې هېواد کې اداره کیږي او په سیمه کې د ګازو د برښنا ترټولو پرمختللی مرکز دی.

دغه سوداګریز فعالیت په ۲۰۱۹ ز. کال کې پیل شوی او په هېواد کې سلګونه زره خلکو ته د ډاډ وړ او ارزانه برښنا برابروي.

بیات پاورد جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې موقعیت لري؛ تل یې هڅه کړې، چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي.

د بیات پاور لومړی فاز له فاست پاور توربین سره Siemens SGT-A45 ‘Fast Power  د افغانانو کورونو او سوداګرۍ لپاره تر ۴۴ میګاواته پورې برښنا تولیدوي، چې له ګاز څخه د نړۍ تر ټولو پرمختللی ګرځنده انرژي د برابرولو حل لار ده.

بیات پاور د افغانستان شبکې ته له ۷۰۰ میلیون کیلووات څخه زیاته کورنۍ برښنا برابره کړې ده.

بیات پاور هیله من دی، چې په ټولیزه توګه درې فازه رامنځته او له ۲۰۰ میګاواته ډېره برښنا تولید کړي. ویل کیږي، چې له دې سره به د برښنا دغه کچه د میلیونونه افغان اوسیدونکیو او سوداګریزو پېرودونکیو لپاره بسنه وکړي.

 

Trending

Exit mobile version