تازه خبرونه

سږ کال به په هلمند کې شاوخوا ۴۷ زره ماشومان ښوونځيو ولاړ شي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۲)

د هلمند د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په روان تعلیمي کال کې به شاوخوا ۴۷ زره نوي زدهکوونکي ښوونځي ولاړ شي.

د دوی په خبره، په تېرو شل کلنو جګړو کې د نورو سکتورونو تر څنګ د هلمند ولایت د پوهنې برخه هم اغېزمنه شوې او اوس، چې امنیت ټینګ دی؛ دوی به په دغه ولایت کې پوهنې ته زیاته پاملرنه وکړي.

د هلمند د پوهنې ریاست مرستیال محمد اسماعیل سعادت وايي: د نوملیکنې نوې لړۍ روانه ده. مونږ د تېر کال شمېرې ته رسېدلی یوو او د نوملیکنې بهیر به تر دوه نورو میاشتو روان وي. ان شاءالله، تمه ده، چې سږ کال به ۴۷ زره زده‌کوونکي په ښوونځیو کې شامل شي.

د هلمند ولایت اوسیدونکي هم په دغه ولایت کې د پوهنې پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، که په دغه ولایت کې د پوهنې برخې ته زیاته پاملرنه وشي؛ لرې نه ده، چې په دغه ولایت کې به سترې لاسته راوړنې ولرو.

د هلمند ولایت اوسېدونکی فرهاد احمد وايي: پوهنیز نظام د پرمختګ په حال کې دی. زمونږ ښوونکي هم ډېر کار کوي او ډېر تجربه کاره دي او هره ورځ له خپلو تجربو څخه نوي معلومات وړاندې کوي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د جګړو له کبله تړل شوي ګڼ دولتي ښوونځي بېرته فعال شوي او ډېر ماشومان او تنکي ځوانان په کې زده‌کړې کوي.

Trending

Exit mobile version