تازه خبرونه
سیاسي مشرانو پر فوزیه کوفي وسلوال برید غندلی
د افغانستان یو شمېر سیاستوالو او د حکومت د سولې خبرو اترو د مرکچي پلاوي غړیو، افغان مشرانو او د ناتو استازیو پر فوزیه کوفي د وسلوال برید غندنه کړې ده.
میرمن کوفي د جمعې پر ورځ له غرمې وروسته د کابل – پروان پر لویه لار د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې ټپي شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې میرمن کوفي او د هغې خور هغه مهال تر وسلوال برید لاندې راغلي، چې په پروان کې له یړوې غونډې څخه کابل ته راروان ول.
د هغه په وینا ، برید هغه مهال ترسره شو کله چې دوه میرمنې له خپل موتر څخه راووتلې او غوښتل یې د سړک تر غاړه یو څه واخلي.
ښاغلي آرین زیاته کړه، چې ګولۍ د میرمن کوفي پر ښي لاس لګیدلې او اوسمهال یې روغتیایي حالت ښه دی.
کله، چې پر میرمن کوفي د برید خبر خپور شو؛ نو په ټولنیزو رسنیو کې سلګونه افغانانو دغه برید وغنده.
میرمن کوفي پخپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې له یوه ناکام تروریستي بریده ژغورل شوې او لږ څه ټپي شوې او اوسمهال یې روغتیا حالت ښه دی.
ولسمشر اشرف غني د دغه برید په اړه په خپل غبرګون کې څرګنده کړې؛ پر افغان هڅاندو میرمنو او فعالانو وحشیانه برید به د دوی د نولس کلنو ارزښتونو د ساتلو خنډ نشي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپل یوه تویت کې پر میرمن فوزیه کوفي برید غندلی او د پېښې د سمدستي پلټنې غوښتنه یې کړې ده.
عبدالله عبدالله ویلي: زه د فوزیه کوفي د وژنې هڅه په کلکه غندم او له حکومت څخه غواړم، چې عاملین یې پیدا او ونیسي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر میرمن فوزیه کوفي وژونکی برید په کلکه غندلې او هغه یې یو “تروریستي عمل” یاد کړی دی.
حامد کرزی دغه برید د سولې بهیر پروړاندې نه یوازې یو ښکاره او څرګند عمل بولي، بلکې په افغانستان کې د سولې د دښمنانو د هڅو او دسیسو په اړه یې خپله اندېښنه هم څرګنده کړه او له خلکو یې غوښتي، چې د سولې د دښمنانو د دغو دسیسو پر وړاندې دې په پوره هوښیارۍ ودریږي او د سولې د قرباني کیدو مخه دې ونیسي.
“Attack on @FawziaKoofi77 is yet another despicable attempt at silencing voices of those who advocate for peace and equal opportunities. The perpetrators must be brought to justice. #NATO will continue to support the #ANDSF in the fight against terrorism.”- SCR @pontecorvoste
— NATO in Afghanistan (@NATOscr) August 15, 2020
دغه راز د ناټو ملکي استازي ستیفانو پونتیکورو هم پر فوزیه کوفي برید اندېښمن کړی او وايي، چې دا د سولې د پلویانو د غږ د غلي کولو یوه بده او ناکامه هڅه ده، چې غواړي د سولې فرصتونه شنډ کړي.
د ناتو چارواکو ویلي؛ عاملین یې باید عدالت ته راکښل شي او ناتو به د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د افغان ځواکونو او خلکو ملاتړ روان وساتي.
تر اوسه د برید مسوولیت چا ندی منلی.
