تازه خبرونه

سیاسي ګوندونو له طالبانو سره خبرو ته ورودانګل- حکمتیار

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۰, ۱۳۹۹)

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار آریانا نیوز ته په ډاګه کړېو چې سیاسي ګوندونو له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته وردانګلي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ارګ د سولې په بهیر کې له ځانګړیو او مشخصو اړخونو سره مشوره نده کړې؛ له همدې کبله سیاسي بهیرونو د سولې په اړه له طالبانو سره مخامخ  او مستقیمې خبرې پیل کړي اویو لړ لومړنیو هوکړو ته هم رسیدلي دي.

دحزب اسلامي مشر حکمتیار وايي: حکومت سیاسي اجماع نلري، له مهمو سیاسي ګوندونو سره هوکړې ته ندي رسیدلي؛ ځکه، نو ګوندونه اړ شوي، چې له طالبانو سره خپله مخامخ خبرې پیل کړي او طالبان هم چمتو دي له ګوندونو سره خبرې پیل کړي. لومړنۍ هوکړې تر سره شوی. ان د خبرو اترو پر ځای او موقعیت هم هوکړه شوې ده. طالبان هم پوهیږي، چې نظام صادق ندی او وخت ضایع کوي.

حکمتیار په دې باور دی، چې له طالبانو سره سوله د حکومت له پتې ناشونې ده؛ ځکه، چې طالبان دا نظام نه مني او د حکومت تګلاره هم جګړه ییزه ده. اوسنی نظام باید د طالبانو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

ګلبدین حکمتیار ټینګار کړی، چې له دې نظام سره سوله ممکنه نده او هر هغه څوک، چې فکر کوي دا نظام پاتې شي، امنیتي ځواکونه پاتې شي او د نجیب پېر تکرار نشي؛ نو باید د سولې خبرو ته صادقانه ګامونه واخلي او د جنګ د روان ساتلو لپاره د کوم بل بدیل ملاتړکونکي په فکر کې نشي.

زړه راکښونکې ده، چې حکمتیار هم د افغانستان حکومت طالبانو ته ورته وایي؛ د کابل نظام د سولې په بهیر کې له واکه بې برخې دی او امریکا له طالبانو سره د پرله پسې تماسونو له لارې څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې بشپړ واک لري.

حکمتیار زیاته کړې: د سولې مسله داسې ده، چې د کابل رژیم هیڅ واک نلري او ټول واک د امریکا په لاس کې دی. ځینې وختونه د امریکا حکومت حتی ټوکې هم کوي او بیا وروسته یې د بهرنیو چارو وزیر له ملا برادر سره اړیکه نیسي، چې دا اړخ وپوهوي، چې امریکا د هر کار واک لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې د خبرو په حکومتي ۴۸ کسیز نوملړ کې خپل غړیتوب رد کړ؛ خو وایي، چې د یو عادي وګړي په توګه به د سولې لپاره خپل کار روان وساتي.

Trending

Exit mobile version