تازه خبرونه
سیمه او لویدیځ له افغانستان سره اړیکو ته اړتیا لري – ستانکزی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي؛ په افغانستان کې به د سیمې او نړۍ سیاسي او اقتصادي ګټې ټول هېوادونه د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته اړ کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي څرګنده کړې؛ په نږدې راتلونکې کې به د سیمې او نړۍ هېوادونه خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو ته له پاملرنې ډک دریځ څرګند کړي او د افغانستان نوی حکومت به پر رسمیت وپېژني.
نوموړي همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
شېر محمد عباس ستانکزي له آریانانیوز سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې دغو هېوادونو ته به اجازه ورنکړ شي، چې د خپلو موخو او ګټو د ترلاسه کولو لپاره افغانستان د سیالۍ پر ډګر بدل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له شپږم ټولګي څخه د نجونو د متوسطو او لیسو د بیا پرانیستلو په تړاو ويلي، چې د حکومت د مشرتابه ترمنځ خبرې روانې دي او ډېر ژر به د تړلیو ښوونځیو دروازې پرانستل شي.
ستانکزي همدا راز په تاشکند کې جوړه شوې غونډه مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت د تعاملاتو او دیپلوماتیکو اړیکو په پراخولو کې به ګټورې پایلې ولري.