تازه خبرونه

سیمه او نړۍ دې د افغانستان اوسني امنیت غنیمت وشمېري

Published

on

Last Updated on: تله ۲۱, ۱۴۰۱

د رییس الوزار اداري مرستیال د ” افغانستان او سیمه ییز اتصال؛ فرصتونه او ننګونې” تر سرلیک لاندې سیمینار کې په ډاګه کړې: سیمه او نړۍ باید د افغانستان د اوسني امنیت ملاتړ وکړي او ګټه ترې واخلي.

د رییس الوزار اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري د ارګ په سلام خانه کې جوړ شوي علمي سیمینار ته څرګنده کړې؛ که افغانستان ناامنه شي، سیمه او نړۍ به ترې اغېزمنه شي. سیمه او نړۍ باید د افغانستان له اوسني امنیت ګټه واخلي او ملاتړ یې وکړي.

د اقتصاد وزارت سرپرست د داعش ډله، نشه يي توکي، اقتصادي جرمونه او پراخه بېوزلي د افغانستان ټ،لیزې ستونزې ګڼي او پر حل یې ټینګار کوي.

دین محمد حنفي زیاتوي، چې که د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره له اسلامي امارت سره همکاري ونه شي، نو په سیمه او نړۍ به منفي اغیزې ولري.

د اقتصاد وزیر دین محمد حنفي هم وايي؛ د سیمه ییزو ستونزو د لرې کولو لپاره له اسلامي امارت سره همکاري اړینه ده. کنه په سیمه او نړۍ به منفي اغېزې ولري.

د اسلامي امارت ویاند له نړۍ سره د مثبتو سیاسي اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له نړۍ سره مثبت سیاسي تعامل ته ارزښت ورکوي او وايي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هېواد اوسنۍ ستونزې اوارې شي.

په دغه سیمینار کې د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت پر ساتلو هم ټینګار شوی او دا ډول سیمینارونه له انزوا څخه د هېواد د وتلو او ستونزو د اواري لپاره مهم ګڼي.

د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار داکتر فاروق اعظم وایي: افغانستان باید په سیمه کې خپل ستراتیژیک موقعیت خوندي کړي.

د دې سیمینار ګډونوال له سیمې سره د افغانستان نښلول او له فرصتونو ګټه پورته کول مهم بولي.

ویل کیږي؛ د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه او د اقتصادي سیاست پیاوړي کول د امنیت د پیاوړتیا لامل ګرځي او له سیمې سره د افغانستان د نښلولو لپاره لار اواروي.

Trending

Exit mobile version