تازه خبرونه

سیمه ییز هېوادونه له اسلامي امارت سره د امریکا د اړیکو غوښتونکي شول

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۷, ۱۴۰۰)

روسیې، چین، پاکستان، ایران او د سیمې نورو هېوادونو پرون (جمعه د وږي ۲۶ / د سپټمبر ۱۷ ) د شانګهای هېوادونو د ناستې په څنډه کې له امریکا وغوښتل، چې له افغانستان اسلامي امارت سره د تعامل او معاملې لار خپله کړي.

دغو هېوادونو پر امریکا غږ کړی، چې له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

دغه راز دغو هېوادونو له اسلامي امارت هم غوښتي، چې یو ټولمنلی پراخ حکومت جوړ کړي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په دې غونډه کې د افغانستان برخلیک یوه توده موضوع وه.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، دغو هېوادونو ویلي، چې دا د لویدیځ او په ځانګړي توګه د امریکا مسوولیت دی، چې په افغانستان کې د رامنځته کېدونکې بشري ناورین مخه ونیسي.

د روسیې ولسمشر په دې ناسته کې وړاندیز کړی، چې له طالبانو سره باید د تماس ‌ډله جوړه شي.

د هغه په باور دا اقدام کولی شي، چې طالبان د ژمنو پلي کولو ته غاړه کېدي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي: له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې ډېری لګښتونه باید د امریکا او ناټو هېوادونو لخوا ورکړ شي؛ ځکه دوی په افغانستان کې د اوږدمهاله شتون د پایلو مسوولیت پر غاړه لري.

پوتین له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان بانک پانګه آزاده کړي؛ ځکه له دې پرته به د اسلامي امارت مشران د مخدره توکو او وسلو سوداګري پیل کړي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا له نوم اخیستو پرته ویلي، چې ځینې ځانګړي هېوادونه باید د افغانستان د راتلونکي مسوولیت پر غاړه واخلي؛ ځکه، چې مسوولیت لري.

د پاکستان لومړي وزیر که څه هم خبرداری ورکړی، چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان یوازې پرېښودل به ناوړه پایلې د سیمې هېوادونو ته ولري؛ خو طالبان غواړي، چې د پراخ بنسټ حکومت د جوړېدو لپاره پخپلو ژمنو عمل وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې باید بشري او اقتصادي کړکېچ لومړی له منځه یوړل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې پخواني افغان حکومت پر بهرنیو مرستو تکیه کوله او د دا ناکامي به د اقتصادي سقوط لامل شي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې اسلامي امارت باید یو داسې هر اړخیز سیاسي جوړښت رامنځته کړي، چې په کې ټول توکمونه برخه واخلي او د نورو هېوادونو پروړاندې د افغان خاورې د کارولو مخه ونیسي.

په داسې حال کې، چې تاجکستان په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټ حکومت جوړېدل غواړي او د خلکو له خوښې پرته د سیاسي نظام تپل د نه منلو وړ اټکل له ځان سره لري.

Trending

Exit mobile version