تازه خبرونه
شاوخوا ۹۸ سلنه افغانان پوره خواړه نلري – ډبلیو اف پي
د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو اف پي) د سې شنبې پر ورځ ویلي؛ نږدې ټول افغانان پوره خواړه نلري او دغه مخ پر زیاتېدونکی کمزوری اقتصادي وضعیت کولی شي په راتلونکي کال کې د افغانستان خلک له ناورین سره مخ کړي.
د دې ادارې ټولپوښتنه ښيي؛ ۹۸ سلنه افغانان پوره خواړه نه خوري، په هرو لس کورنیو کې اووه یې پر پور خواړه اخلي، چې دا کار یې د بېوزلۍ لوري ته راکاږي.
د اګست په میاشت کې د اسلامي امارت له بریا وروسته د بهرنیو مرستو درېدو د افغانستان کمزوری اقتصاد د سقوط تر څنډې رسولی، چې ورسره بیې لوړې شوي او خوراکي توکو، سون توکو او نورو لومړنیو توکو ته د خلکو لاسرسی هم ستونزمن شی دی.
په ژنیو کې د خواړو نړیوال پروګرام ویاند ټامسن فیري یوې غونډې ته ویلي: د پراخ اقتصادي بحران، جګړې او وچکالۍ له کبله اوس منځنۍ کورنۍ په سختۍ دا هر څه زغمي. مونږ ډېر کار کړی، چې دغه بحران پر ناورین بدل نشي.
د خواړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له پیل راپدیخوا ۱۵ میلیون افغانانو ته او یوازې د نومبر په میاشت کې اووه میلیون افغانانو ته خوراکي توکي رسولي. راتلونکی کال هم په پام کې ده، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ۲۳ میلیون خلکو ته مرستې ورسول شي.
ټامسن فیري زیاتوي: مونږ نشو کولی یوه شېبه هم ضایع کړو. زمونږ مشران روان وضعیت خورا خراب او دا هېواد د سختې لوږې او بې وزلۍ په درشل ښیي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرې مرستیالې نډا الناشف ویلي؛ افغان کورنۍ له سختې بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي، چې ډېري یې د ماشومانو کار، کم عمره ودونو او ان د ماشومانو خرڅلاو ته اړ شوي دي.
