کوید۱۹

شي له کرونا سره د مبارزې د نوي پړاو لپاره د چینایانو د یووالي غوښتونکی شو

Published

on

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د چین ولسمشر شي جین پینګ د شنبې پر ورځ په چین کې د کرونا ویروس پروړاندې د پوره هڅو او یووالي غوښتنه وکړه؛ ځکه، چې چین له دې وبا سره د مبارزې نوي پړاو ته ورننوځي.

شي جين پينګ د نوي کال د نمانځنې په ویاړ په يوه تلويزيوني وينا کې څرګنده کړې؛ چين د کرونا ویروس پر وړاندې له بې ساریو ستونزو او ننګونو سره مبارزه کړې او د هېوادوالو د راتلونکي پر لوري یې پر پوره لیوالتیا ګامونه پورته کړي دي.  

شي جين پينګ ويلي: له هغه وخته، چې وبا خپره شوې… د کدرونو او خلکو اکثريت په ځانګړي توګه طبي پرسونل، وګړنیو کارګرانو سخته زړورتيا، زغم، ډاډ او مېړانه ښکاره کړې ده.

نوموړی وایي: اوسمهال، د ناروغۍ مخنیوی او څارنه خپل نوي پړاو ته داخلیږي؛ اوس هم د مبارزې وخت دی، هرڅوک کاري هڅې او کار کوي؛ ځکه، چې سهار راتلونکی دی. راځئ، چې مټې رابډوهو، کار وکړو، پرلپسې هڅې د بریا معنی لري، او یووالی مو بریاوو ته رسوي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ بیجینګ د روانې میاشتې په پیل کې پر ډله ییزې ازموینې، مرکزي قرنطین او محدودیتونه، چې نږدې درې کلونه پرې ټینګار شوی؛ ډډې ته کړل.

دغې نوې پالیسۍ په ټول هېواد کې د انتاناتو څپې پراخې کړې، په اقتصادي فعالیتونو کې نور کمی راغی او نړیوالې اندیښنې ورسره رامنځته شوې؛ انګلستان او فرانسه دوه وروستي هېوادونه دي، چې له چین څخه د مسافرینو پر ورتګ یې بندیزونه لګولي دي.

د چین دې پرېکړې، چې کوید یې صفر ته رسولی؛ غواړي له هغو هېوادونو سره ځان سیالۍ ته چمتو کړي، چې په پراخه کچه یې له ویروس سره ځانونه؛ ژوند کولو ته چمتو کړي دي.

Trending

Exit mobile version