لوبی

صداقت‌کابل لوبډله د افغانستان د فوتسال غوره لیګ د دوه‌یم فصل اتله شوه

Published

on

Last Updated on: کب ۲۰, ۱۴۰۱

د افغانستان فوتسال غوره لیګ په وروستۍ لوبه کې د صداقت‌کابل لوبډلې د پیروزي‌پنجشېر لوبډلې ته ۵-۱ ماتې ورکړه او د یادو لوبو د دوه‌یم پړاو اتل شو.

د افغانستان فوتسال غوره لیګ سیالیو د تېرې اوونۍ په لومړۍ لوبه کې عصرجدیدغزنی او شمس‌هرات لوبډلې ولوبېدې او عصرجدیدغزنی لوبډلې د ۸-۰ پر توپیر لوبه وګټله.

دغه سیالۍ د افغانستان د فوتبال فدراسیون په جمنازیوم کې ترسره شوې.

د افغانستان فوتسال غوره لیګ په دوه‌یم فصل کې ۱۰ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې عبارت دي له: سعادت‌نیمروز، زیتون‌کابل، ظاهر‌اسد‌کابل، سرپل‌باستان، اتحاد‌هرات، جوانمان‌خراسان‌بغلان، عصر‌جدید‌غزني، پیروزي‌پنجشیر، صداقت‌کابل او شمس‌هرات.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د آریانا تلویزیوني شبکې له لارې خپرې شوې.

د دې سیالیو په پای کې رضا حسین پور د سیالیو د ښه لوبغاړي جایزه وګټله او عباس رستم نژاد د لیګ غوره ګول ساتونکی ونومول شو.

بلخوا بیا علي امیری د غوره ګول وهونکي جایزه واخیسته او جواد سفری هم د سیالۍ بهرینه څیره وپيژندل شو.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ د روان کال د سلواغې مياشتې پر شپږویشتمه پيل شوې او د پنجشنبې پر ورځ (د کب اتلسمه) پاى ته ورسېدې.

Trending

Exit mobile version