تازه خبرونه
طالبانو د تخار ولایت د اشکمش ولسوالي ونیوله

د تخار ولایتي شورا غړي محمد اعظم افضلي نن جمعه د غبرګولي ۲۱ ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د اشکمش ولسوالۍ بازار ته ننوتل، چې تر محاصرې لاندې امنیتي ځواکونو امنیه قومنداني خوشې کړه.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په دې ولسوالۍ کې له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د طالبانو په بریدونو کې له ۱۰ ډېر امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
یوې امنیتي سرچینې، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کړې؛ منلې، چې طالبانو اشکمش نیولی، بنګي ولسوالي نه یوازې تر ګواښ لاندې ده، بلکې د سیاه آب د کلي یوه پوسته یې هم نیولې ده.
که څه هم نورو رسمي سرچینو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي؛ خو طالبانو منلې، چې دوی پر ولسوالۍ ولکه ټینګه کړې ده.
په سرپل ولایت کې د خلکو یو شمېر استازيو منلې، چې د د دې ولایت د سوزمه قلعه ولسوالي طالبانو تر څارنې لاندې راوستې ده.
سیمه ییزو چارواکو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
د جوزجان والي مرستیال خپل زوی له دندې ګوښه کړ

د جوزجان ولایت د والي مرستیال مولوي ګل محمد سلیم خپل زوی له دندې ګوښه کړی دی.
د باخترآژانس د څرګندونو له مخې: په دولتي اداروکې د چارواکو د زامنو او منسوبينو د ګوښه کولو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې؛ د جوزجان ولايت مرستيال خپل زوى له دندې ګوښه کړ او يو بل کس يې پر دنده ګومارلى دى.
د مولوي ګل محمد سلیم زوی د جوزجان ولایت په امنیه قومندانۍ کې ساتنمن و.
د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري تېره ورځ په صادر شوي فرمان کې د خپلواکو وزارتونو او ادارو ټولو مسوولینو ته سپارښتنه شوې وه، چې د کورنیو اړیکو او شخصي اړیکو پر بنسټ له ګومارنو ډډه وکړي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د غیر معیاري سرو زرو پر پلور بندیز ولګېد

د امربالمعرف او نهی عن المنکر وزارت ټولو زرګرانو او د سروزرو پلورونکیو ته په ډاګه کړې، چې باید معیاري طلا جوړه او پر معیار برابره یې بازار ته وړاندې کړي.
د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف ویلي، چې د سرو زرو پلورونکیو ژمنه کړې، چې له دې وروسته به معیاري زر عرضه کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې له سرغړونکیو سره به قانوني چلند وشي.
تازه خبرونه
یو آسترالیایي پخوانی سرتېری د جنګي جنایت پر تور ونیول شو

د آسترالیا پولیسو د دوشنبې پر ورځ خپل د SAS ۴۱ کلن سرتېری نیولي او تمه کیږي، چې په افغانستان کې د ادعا شوي جنګي جرمونو په اړه له تحقیقاتو وروسته پر جنګي جرم او وژنې تورن شي.
د آسترالیا فدرالي پولیسو ویلي، چې دا سړی به د دوشنبې پر ورځ محکمې ته حاضر شي.
د بي بي سي د څرګندونو له مخې؛ دغه جرم د عمري بند سزا لري.
د آسترالیا نشراتي کارپوریشن (ABC) څرګنده کړې، چې نیول شوی کس د ۲۰۲۰ کال په یو مستند فلم کې د سي سرتېری یاد شوی، چې د ادعا له مخې جنګي جرمونه افشا کوي.
په انځورونو کې ښودل شوي، چې پر ۲۰۱۲ کال د افغانستان په سویل روزګان ولایت کې د غنمو په یوه کرونده کې د سي سرتېری یو افغان پر ډزو وژني.
د آسترالیا فدرالي پولیسو ویلي، چې دا سرتېری به د دوشنبې د ورځې په پای کې محکمې ته حاضر شي.
په ۲۰۲۰ کال کې د بریتون خپور شوی راپورښيي: د باور وړ شواهد شته، چې د آسترالیا لوړ پوړیو سرتېرو د افغان جګړې په لړ کې په غیرقانوني ډول ۳۹ کسان وژلي.
د بې بي سي د راپور له مخې؛ دغه جرم د عمري بند سزا لري.
په راپور کې دا هم راغلي، چې د ثیادو ځواکونو لخوا د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د بندیانو، بزګرانو یا ملکي وګړیو په وژنو کې ۱۹ اوسني یا پخواني ځانګړي ځواکونه ښکېل دي، چې دوسیې یې باید د پولیسو له لوري وڅېړل شي.
ښایي دا د پېښو پر تړاو په جرم کې د ښکېلو سرتېرو د نیولو لومړنۍ پېښه وي.
-
نړۍ4 days ago
په ليبیا کې ۲.۵ ټنه یورانیم ورک شوي
-
روغتيا4 days ago
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر قطر ته ولاړ
-
سوداگري5 days ago
په کندهارکې ډېر ژر به د سيمنتو د توليد يوه فابريکه جوړه شي
-
تازه خبرونه4 days ago
په عربي متحده اماراتو کې له ۲۰۰۰ ډېر افغان کډوال په بند کې ساتل شوي
-
تازه خبرونه4 days ago
مولوي عبدالکبیر له کابل والي سره پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې
-
سوداگري3 days ago
د اسلامي امارت مشرتابه د ګمرکونو له مسوولینو سره وکتل
-
تحول4 days ago
تحول: کابل ته د عربي متحده اماراتو د دیني پلاوي سفر
-
سوداگري1 day ago
د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په عوایدو کې ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی