تازه خبرونه

طالبانو د حکومت اعلامولو مراسمو ته روسیه، پاکستان، چین، ترکیه او قطر راغوښتي

Published

on

طالبانو پر روسیې سربېره ترکیې، چین، قطر او پاکستان ته بلنه ورکړې، چې د نوي حکومت د جوړښت اعلامولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د طالبانو یوه چارواکي الجزیرې ټلویزیون ته ویلي؛ پر روسیې سربېره پاکستان، چین، ترکیه او قطر ته هم بلنه ورکړ شوې، چې د حکومت اعلانولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

هغه د مراسمو نېټه نده اعلان کړې.

د طالبانو سرچینو د جمعې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې د نوی افغان حکومت مشري به د سیاسي دفتر د مشر طالب مرستیال ملا عبدالغني برادر پر غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي: مونږ په افغانستان کې د یوه داسې حکومت د جوړېدو ملاتړ کوو، چې د ټولنې د ټولو برخو استازیتوب وکړي. داسې حکومت، چې پر پښتنو سربېره هزاره، ازبک او تاجکان هم په کې وي. یوازې یو ټولمنلی حکومت د نوي ژوند د پیلېدو تضمین کولی شي.

Trending

Exit mobile version