تازه خبرونه

طالبان تر اختره د حکومت پاتې بندیان هم خوشې کوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۹, ۱۳۹۹)

 

طالبانو ویلي، چې  له هوکړې  سم به د ۱۰۰۰ حکومتي بندینو پاتې کسان هم ژر خوشې شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین ویلي، طالب مشر د لوی اختر په مناسبت د حکومتي بندیانو د خوشې کیدو امر کړی، چې د اختر تر لومړۍ ورځې به د حکومتي بندیانو ۱۰۰۰ کسان پوره شي.

نوموړي له افغان حکومت هم غوښتي، چې د ورسپارل شوي ۵۰۰۰ کسیز نوملړله مخې پاتې بندیان هم خوشې کړي، له اختر وروسته خپلمنځي خبرې پیل شي.

دغه راز تېره ورځ طالبانو په بغلان او لوګر ولایتونو کې د ۲۸ دولتي بندیانو له خوشې کیدو خبرداری ورکړی دی.

د بندیانو د تبادلې بهیر هغه مهال له خنډ، خنډ او ننګونې سره مخ شو، چې حکومت پاتې ۶۰۰ بندیان خطرناک اعلان کړل  او د هغو خوشې کول یې ناشونې وګڼل؛ خو د دې اوونۍ په پیل کې ولسمشر اشرف غني د سام هېوادونو یوې ویدیوي ناستې ته ډاډ څرګند کړ، چې حکومت به ټول ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي.

ولسمشرغني زیاته کړې: له دې اقدام سره مونږ تمه لرو، چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې د یوې اوونۍ په دننه کې پیل شي.

اشرف غني په دې ناسته کې له طالبانو څخه د دایمي او هر اړخيز اوربند غوښتنه وکړه او وروسته بیا طالبانو د اختر په ویاړ درې ورځني اوربند اعلان کړ، چې د حکومت له هرکلي سره مخ شو او ولسمشر اشرف غني د اختر اوربند ته ژمنتیا د راتلونکیو ګامونو د پورته کولو لپاره یو ښه زیری وګاڼه.

حکومت او طالبانو له اوربندع هرکلی کړی او دواړو خواوو خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې له اوربند ملاتړ وکړي او خپل هر راز عملیات ودروي.

Trending

Exit mobile version