تازه خبرونه
عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره وکتل
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یکشنبې پر ورځ ( د سلواغې نههویشتمه) د ملګرو ملتونو عمومي منشي له مرستیالې او د دغه سازمان د اسیا او ارام سمندر د دفتر د پراختیايي پروګرام له مشرې میرمن کاني ویګناراجا سره وکتل.
د افغانستان په اړه د دوحې د نړیږوالې غونډې له جوړیدو سره سم د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو چارواکو په کابل کې سره لیدلي او پر یو لړ همکاریو یې خبرې اترې کړې دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې سره په کتنه کې ویلي، چې دغه ټولنه باید د اسلامي امارت د مثبتو کړنو په نظر کې نیولو سره د افغانستان چارسمبالي حکومت په رسمیت پېژندلو کې چټک ګامونه پورته کړي.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، کاني ویګناراجا په دې کتنه کې له افغانستان سره د چاپېریال، بشري چارو، کارموندنې، د بېخبناوو په چارو او د بېوزلۍ د کمولو په برخو کې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
عبدالسلام حنفي ويلي؛ سره له دې، چې افغانستان د شنو خونو د ګازو د تولید او د اقلیم د بدلون په برخه کې لږ اغېز لري، خو د اقلیم د بدلون له پدیدې څخه یو سخت اغېزمن هېواد دی.
نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دې ناوړه پایلو پر وړاندې مبارزه وکړي.
د اقلیم بدلون، چې له کبله یې په افغانستان کې سخته وچکالي رامنځته شوې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
په دې کتنه کې کاني ویګناراجا هم په افغانستان کې د چاپېریال، بشري چارو، کارموندنې، د بېخبناوو او د بېوزلۍ د کمولو په برخو کې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
ویل کیږي، چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د اداري فساد، نشهیي توکو د کښت، قاچاق او سوداګرۍ په له منځه وړلو، باثباته سولې او امنیت د خوندیتوب، اړمنو خلکو د راټولو او له هغو سره مرسته کول، پر نشهیي توکو د روږدو کسانو درملنه او همدارنګه له یو میلیون څخه ډېر جبري بېرته راستنیدونکیو کډوالو چارې پر بریالیتوب مدیریت کړې دي.