تازه خبرونه

عدالت د حکومت د بقا ذریعه ده – شیخ هبة الله آخوندزاده

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۴, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ملا هببةالله آخوندزاده په هېواد کې د عدالت پر پلي کیدو او تامینولو ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده  قاضیانو ته په هغه غږیزه وینا کې، چې په دې وروستیو کې ذبیح الله مجاهد خپره کړې؛ وایي:

عدالت د حکومت د بقا ذریعه ده او له ظلم سره حکومت نه پاتې کیږي. که یو مظلوم، چې پرته له کوم جرم څخه په زندان کې شکنجه، وهل او وځورول شي؛ ژړا یې قبلیږي او ټول امارت به په یوه ساعت کې نه؛ په یوه ثانیه کې وغورزیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ که عدالت وي بیا به بقا وي. که عدالت نه وي او ظلم وي، که خودغرضي وي، که بدل اخیستل پیل شي، که بې محاکمه قتلونه وشي؛ دا وطن به وران شي.

دغه راز ټینګار شوی؛ داسې باید نه وي، چې یو کس پر پېنځه افغانیو سر وهل کیږي او د سل جریبه ځمکې د غصب پر وړاندې هیڅ اقدام نه‌کیږي.

د هغه په ​​وينا، د دې ظلم مخنيوى د ديني عالمانو پر صادقانه پرېکړو او د حکومت د سمو کړنو له لارې شونی دی.

Trending

Exit mobile version