تازه خبرونه
آریانا نړیوال ټلویزیون د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې یو نوی پروګرام پیل کړ
آریانا نړیوال ټلویزیون (ATN) د سې شنبې پر ورځ (د غبرګولي اوومه) دهېواد دننه د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې تر سرلیک لاندې خپل نوی پروګرام پیل کړی او د منځپانګې تولیدوونکیو ته اجازه ورکوي، چې آریانا نیوز ته خپلې خبر جوړوونکې ویډیوګانې او انځورونه راولېږي.
په پیل کې کولی شئ خبري انځورونه او ویډیوګانې WhatsApp ته راولیږئ، چې آریانا نیوز یې وارزوي. که ومنل شي؛ نو ورسره یو رسمي بهیر پیلیږي، چې وروسته به د منځپانګې رالېږونکي ته د رالېږلو پیسې ورکړ شي.
دا مشارکتي نوښت په ځانګړي توګه د بېړنیو خبرونو د ترلاسه کولو لپاره ګټور دی؛ ځکه هر څوک، چې یو ځیرک ګرځند ولري او د پیښې د پېښېدا په ځای کې وي، کولی شي سمدستي ترې خپله ویډیو او انځور آریانا نیوز ته د کارولو لپاره راواستوي.
له رالېږنې وروسته آریانانیوز د کارولو لپاره وډیډیو او انځور غوره کوي او بیا د منځپانګې له اخیستونکي او رالېږونکي سره اړیکه نیسي.
د ویډیوګانو یا انځورونو د ارزولو لپاره ځانګړي پړاوونه په پام کې نیول شوي او داسې مقررات شته، چې باید ومنل شي.
د ویډیو او انځورونو د رالېږلو لارښوونې
ټوله رالېږل شوې منځپانګه باید اصلي او ستاسو لخوا رامنځته شوې وي. مونږ هغه منځپانګې او توکي نه منو، چې په کې د چاپ له حق یا سوداګریزو قوانینو سرغړونه شوې وي.
مونږ ته له اوبپاڼو څخه ډاونلوډ شوې ویډیوګانې یا انځورونه مه رالېږئ.
کیفیت: کیفیت لرونکې منځپانګه، چې څرګند تمرکز په کې وي؛ د منلو شونتیا به یې ډېره وي.
تړاو: مونږ د خبري پېښې اړوند منځپانګې ته اړتیا لرو، چې انځورونه او ویډیوګانې رانغاړي. پخوانۍ منځپانګې، چې تېرې پېښې یې انځوریزه کړې وي؛ نه منل کیږي.
اجازې: ټوله هغه منځپانګه، چې مونږ یې کاروو؛ د هغه چا لهخوا لاسلیک شوې اجازې ته اړتیا لري، چې له پېښې څخه یې ویډیو یا انځور اخیستی. له دې سره دا ډاډ تر لاسه کیږي، چې مونږ د فردي منځپانګې د کارولو اجازه لرو.
د چاپ حق: ډاډ ترلاسه کړئ، چې تاسې د خپلو فایلونو حقونه لرئ یا مو د پلورلو لپاره لازمه اجازه ترلاسه کړې. تاسې باید د چاپ حق یا سوداګریزې نښې لرونکي داسې توکي راونهلېږئ، چې د شریکولو قانوني حق یې نلرئ.
ځانګړنه یا انحصار: د منځپانګې جوړوونکي یا رالېږونکي باید موافق وي، چې مونږ ته د بشپړ انحصار حق رالېږدوي. د تړون له لاسلیک کولو وروسته د جوړونې رالیږونکی نشي کولی ویډیو بیا وپلوري یا کوم بل خبري سایټ ته یې ولېږدوي او هم نشي کولی، چې اړوند منځپانګه په خپل یا کوم بل پلیټفرم کې اپلوډ یا وکاروي.
اومه توکي: ټولې ویډیوي او انځوریزې رالېږنې باید اصلي بڼه ولري – باید اومه توکي وي؛ پرته له نښې یا لوګو، واټر مارک، ټنګ ټکور، متن او داسې نور ونلري.
ځای او نېټه: ډاډ ترلاسه کړئ، چې د پېښې ځای او سمه نېټه ولیکل شي، چې دا اړینه ده.
تادیه: د پیسو ورکړه او تادیه یوازې هغه وخت ترسره کیږي، چې د ویډیو له کارولو سره هوکړه شوې وي او د منځپانګې له جوړوونکي سره لاسلیک شوی تړون ولرو. لېږنه په اتوماتيک ډول د خپرونې لپاره وړ نده.
د کارولو حق: د آریانا شبکه به لومړی او بشپړ حق ولري، چې منځپانګه شریکه او وکاروي او یا یې له آریانا نیوز او نورو شریکانو سره شریکه کړي. درېیمه ډله یا شریکان به له اړتیا سره سم د منځپانګې برانډ کولو بشپړ حق ولري. که منځپانګه مخکې بل شرکت ته لېږل شوې او یا پلورل شوې وي؛ دا ډول رالېږنه به ونهمنل شي.
د منځپانګې د جوړونکي یا رالیږونکي هویت: د منځپانګې د ټولو جوړوونکیو یا رالیږونکيو نومونه پټ ساتل کیږي.
International Sports
مسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.
مسي اته ځله د طلایيتوپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرلهپسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایيتوپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه5 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې

