سوداگري

عزیزي او ژاو شینګ چین ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په اړه بحث وکړ

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د سې‌شنبې د ورځې په دې بحث کې موخه چین ته د مستقیمو صادراتو د اسانتیاوو برابرول ول، چې ورسره به هېواد ته د افغان توکو د ټرانزیټ او ټرانسپورت او همدارنګه د اړتیا وړ ماشینونو د واردولو لګښتونه کم شي.

Published

on

Last Updated on: وری ۶, ۱۴۰۴

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي او په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ، چین ته د افغانستان د صادراتو په ځانګړې توګه د جلغوزیو، انارو، ګران بیه ډبرو او منرالونو لکه نیفرایټ، اونکس، لاجور او تالک د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د سې‌شنبې د ورځې په دې بحث کې موخه چین ته د مستقیمو صادراتو د اسانتیاوو برابرول ول، چې ورسره به هېواد ته د افغان توکو د ټرانزیټ او ټرانسپورت او همدارنګه د اړتیا وړ ماشینونو د واردولو لګښتونه کم شي.

په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې عزیزي او ژاو شینګ هوکړه وکړه، چې د پوره همغږۍ، سوداګریزو اړیکو پراختیا او د سوداګرۍ اسانتیا لپاره به منظمې ناستې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاونګ د ایران، پاکستان او قطر  د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره بېلابېلې لیدنې ترسره کړي دي.

Trending

Exit mobile version