لوبی
عصرجدید، جوانانخراسان ته ۱۳ پر ۳ ماتې ورکړه؛ شمس له زیتون سره ۲ پر ۲ مساوي شول
د افغانستان فوتسال غوره لیګ د هغو سیالیو پر مهال، چې په کابل کې روانې دي؛ د دوشنبې پر ورځ د دوهیم پړاو په لومړۍ لوبه کې د عصرجدیدغزني لوبډلې جوانانخراسانبغلان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دې زړه راکښونکې لوبه کې عصرجدیدغزني ۱۳ ګولونه ووهل. په داسې حال کې، چې سیالۍ لوبډلې جوانانخراسانبغلان یوازې درې ګولونه ورکړل.
د شمسهرات او زیتونکابل ترمنځ دوهیمه لوبه دوه پر دوه مساوي پای ته ورسېده.
د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوهیم پړاو په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې( سعادت نیمروز، زیتون کابل، ظاهر اسدکابل، سرپلباستان، اتحادهرات، جوانانخراسانبغلان، عصرجدیدغزني، پیروزيپنجشیر، صداقتکابل او شمسهرات) ونډه لري.
دغه سيالۍ د فبرورۍ پر پېنځلسمه پيل شوي او د مارچ ترنهمې به روانې وي.
د آریانا رادیو او تلویزیون نړیواله شبکه له افغانستان فوتبال فدراسیون سره په نږدې همکارۍ کې د افغانستان فوتسال دوهیم پړاو لوبې تولید او هره ورځ پر ژوندۍ بڼه خپروي.
د دغو لوبو په لړ کې هره ورځ دوه سیالۍ ترسره او د ماسپښین پر۳ بجو پیل او د شپې تر ۸ بجو روانې وي، چې په کې د مخکتنې د ورځې لوبې او د لوبې په اړه وروستي بحثونه لیدونکیو ته وړاندې کیږي.
آریانا تلویزیون په افغانستان کې خپلو مینه والو ته هره ورځ دا لوبې خپروي او هغوی یې ګوري.
د آریانا تلویزیون د بشپړې خپرونې د مهالوېش د لیدو لپاره دلاندې تړاو کېکاږئ:
