تازه خبرونه
غواړو له نړیوال سټنډرډ سره سم ټرانسټورټي خدمات وړاندې کړو
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو د خپلو یو کلنو هڅو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په خبري کنفرانس کې ویل، چې په تېر یو کال کې ځمکني او هوايي ټرانسپورټ د ښه کېدو په برخه کې د پام وړ هڅې شوي او دا لړۍ نوره هم د پراختیا په حال کې ده.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي؛ هڅه کوي، چې د هېواد ځمکني او هوايي ټرا نسپورټي خدمات له نړیوال سټنډرډ سره سم وړاندې کړو.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو د خپلو یو کلنو هڅو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په خبري کنفرانس کې ویل، چې په تېر یو کال کې ځمکني او هوايي ټرانسپورټ د ښه کېدو په برخه کې د پام وړ هڅې شوي او دا لړۍ نوره هم د پراختیا په حال کې ده.
دوۍ وایي؛ افغانستان ته مهمه ده، چې د هوايي الوتنو له لارې له سیمي او نړۍ سره خپلي اړیکي ټینګي وساتي اوهڅه کوي، هېواد د هوايي چلند په برخه کې له نړۍ سره سیال کړي.
د دې وزارت چارواکو ویلي، چې په تېر یو کال کې د هېواد له هوايي حریم څخه ۴۰۰۱۶ عبوري الوتنې تر سره شوي او ۱۲۵۰۳ الوتنې مود هېواد له هوايي ډګرونو کړې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند عملیاتي مرستیال فتحالله منصورویلي، چې په تېر یو کال کې د هېواد له فضا څخه څلوېښت زره او شپاړ لس عبوري الوتنې شوي، چې د هرې الوتنې له درکه افغانستان ته ۷۰۰ امریکايي ډالر ورکول کیږي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په تېر یوه کال کې د ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم په برخو کې هم د پام وړ هڅې تر سره او د واټ ټرانسپورټ په اړه ۲۸ پروژې بشپړې شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې په تېر یو کال کې له افغانستان څخه سیمي او ګاونډ هېوادونو ته پېنځه سوه اووه څلوېښت زره او ۳۸ بار وړونکیو او همداراز له درې میلیون او اووه سوه زره ۲۳ څخه زیات مسافر وړو نکیو موټرونو تګ راتګ کړی دی.
د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت مالي مرستیال صدیق الله عابد وایي: ټرانسپورت وزارت د هېواد والو په سفرونو او اقتصادي فعالیتونو کې مهم رول تر سره کړی. تېر کال دې وزارت لاسته راوړني درلودي مونږ هوايي چلند له صفره پیل کړ او دا دی ورځ تر بلي د پراختیا په حال کې یوو.
د ټرانسپورټ وزارت د واټ ټرانسپورټ مرستیال عبدالستار حیدري ویلي: د ټرانسپورټ په برخه کې، چې کوم عواید راټول شوي؛ هغه ټول د هېواد په ابادۍ او د خدماتو د پراختیا او منظم کولو لپاره لګول شوي او ترمنیلونو او اډو معیاري کولو بهیر مو روان ساتلی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو زیاته کړې؛ له کندهار، بلخ، هرات، کابل، خوست هوايي ډګرونو څخه نړیوالو الوتنو تر سره کولو ترڅنګ هېواد ته له آریانا افغان هوايي شرکت او کامیر ترڅنګ د العربیه، ترکیش، فلای دوبۍ، ایران ایر، ماهان، کیش، تابان په ګډون نورو لویو هوايي شرکتونو هم له افغانستان څخه د خپلو فعالیتونو د پیل لیوالتیا ښودلې ده.