کوید۱۹
فایزر به د کرونا ګولیو پر تولید ۱۲۰ میلیون ډالر ولګوي
(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۱)
فایزر شرکت د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې دوی به د میشیګان په کارخونه کې د کرونا ویروس د ګولیو د تولید لپاره ۱۲۰ میلیون ډالر ولګوي؛ ځکه، چې غوښتنې ورته مخ پر ډېرېدو دي.
د پاکسلوویډ ګولۍ به هغو ناروغانو ته، چې پر کرونا تازه اخته شوي او یا په خطر کې دي د درملنې لپاره وکارول شي؛ ځکه، چې په دې وروستیو کې د انتاناتو له ډېرېدو ورته اړتیا هم ډېره شوې ده.
د بایډن ادارې چارواکو د پاکسلوویډ پراخه کارونې ته زور ورکړی، چې حکومت یې وړیا وېشلو ته ملا تړلې ده.