International Sports

فرانسې او مراکش د فوټبال نړیوال جام منځلوبو یا اته غوره پړاو ته لار وموندله

مراکش د دغو سیالیو په یوه ځلېدونکې لوبه کې کاناډا ته ۳ ـ ۰ ماتې ورکړه. فرانسې هم د کیلیان امباپه پر یوازني ګول پاراګوای ته د فیلادلفیا په ښار کې ۱ ـ ۰ ماتې ورکړه.

Published

on

 

فرانسې او مراکش د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام لومړنۍ لوبډلې شوې، چې د سیالیو اته غوره پړاو یا منځلوبو ته یې لار وموندله.

مراکش د دغو سیالیو په یوه ځلېدونکې لوبه کې کاناډا ته ۳ ـ ۰ ماتې ورکړه. فرانسې هم د کیلیان امباپه پر یوازني ګول پاراګوای ته د فیلادلفیا په ښار کې ۱ ـ ۰ ماتې ورکړه.

ټاکل شوې، چې فرانسه او مراکش د راتلونکې جمعې پر ورځ د ماساچوسټس ایالت د فاکسبورو د ښار د منځلوبې په لومړۍ لوبه کې سره مخامخ شي.

دا سیالۍ نن شپه د برازیل او ناروې له لوبې سره د نیوجرسي په ښار کې دوام کوي. ورپسې به د دوشنبې پر سهار انګلستان د یو اتم پړاو په یوه مهمه لوبه کې د مکسیکو ښار په لوبغالي کې د کوربه مکسیکو پر وړاندې ولوبېږي.

همداراز د دوشنبې پر ورځ پرتګال او اسپانیه د ارلینګټن په ښار کې یو ځل بیا سره مخامخ کېږي، چې د اروپا د فوټبال یوه پخوانۍ سیالي بیا تازه کړي.

د یو اتم پړاو درې وروستۍ لوبې به د سې‌شنبې پر ورځ ترسره شي. امریکا به په سیاټل کې له بلجیم سره، ارجنټاین به په اټلانټا کې له مصر سره او سویس به په ونکوور کې له کولمبیا سره ولوبېږي.

د اته غوره پړاو سیالۍ د جمعې پر ورځ پیلېږي او تر اوسه یوازې د فرانسې او مراکش ترمنځ لوبه رسمي شوې ده.

د برازیل او ناروې د لوبې ګټونکی به د مکسیکو او انګلستان د لوبې له ګټونکي سره مخامخ شي.

همدارنګه د پرتګال او اسپانیې د لوبې بریالي به د امریکا او بلجیم د لوبې له ګټونکي سره ولوبېږي.

د لښتیلیک یا جدول په بل لوري کې به د ارجنټاین او مصر د لوبې ګټونکي د سویس او کولمبیا د لوبې له بریالۍ لوبډلې سره د نیمه پایلوبې د پړاو د ځای خپلولو لپاره سیالي وکړي.

Trending

Exit mobile version