تازه خبرونه

فرانسې په افغانستان کې د مرتضی بهبودي له خوشې کېدو هرکلی وکړ

Published

on

د فرانسې حکومت د افغان – فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي له خوشې کېدو هرکلی کړی، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې طالبانو( اسلامي امارت) له‌خوا نیول شوی و.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بهبودي د ۲۸۴ ورځو لپاره له اسلامي امارت سره بندي و.

په اعلامیه کې راغلي: فرانسې د بند له لومړۍ ورځې څخه د مرتضی بهبودي وضعیت له نږدې څارلی. په دوحه کې زمونږ د پلاوي له لارې فرانسوي چارواکو پرله‌پسې له طالبانو (اسلامي امارت) څخه د نوموړي د خلاصون غوښتنه وکړه. فرانسې په کابل کې د خپلو همکارانو په ګډون د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو په ګډون، چې په افغانستان کې استازي لري؛ د خپلو هېوادوالو د خلاصون لپاره پرله‌پسې هڅې وکړې.

د اعلامیې له مخې: زمونږ د هېوادوالو ازادي یو فرصت دی، چې د مطبوعاتو ازادۍ او په ټوله نړۍ کې بې خنډه راپور ورکولو ته زمونږ بیا ژمنتیا تائیدوي.

Trending

Exit mobile version