تازه خبرونه

فرانسې ۹ افغانان د انساني قاچاق پر تور پر بند محکوم کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۲)

د پاریس یوې محکمې هغه نهه افغانان، چې د فرانسې له شمال څخه به یې بریتانیا ته د مهاجرو قاچاق ترسره کاوه؛ پر بند محکوم کړل.

د دغې ۹ کسیزې ډلې مشر پر شپږ کاله بند او ۳۰ زره یورو جریمه او محکوم شوی دی.

درې کسان نور پر پېنځه کاله بند او ۲۵ زره یورو جریمه او محکوم شول.

د نورو پېنځه کسانو سزا کمه ده.

محکمې ویلي، چې دغه ټول کسان باید له فرانسې وایستل شي او د زندان د مودې له پوره کېدو وروسته خپل هېواد ته ولېږدول شي.

د فرانسې د ناقانونه کډوالۍ ضد ادارې له څېړنو وروسته پولیسو تېر کال دغه نهه کسان له ۲۲ نورو مهاجرو سره، چې د پاریس د څنډې په یوه وران شوي کور کې ځای پر ځای شوي وه؛ ونیول.

قاضي د تورنو کسانو لپاره د اعظمي سزا غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې دوی د خلکو ژوند پر لوی لاس له خطر سره مخ کړی دی.

په هرصورت، حکمونه د هغه څه پر پرتله، چې قاضي غوښتل لږ څه نرم په ډاګه شوي دي.

Trending

Exit mobile version