Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

فیسبوک خپل ۱۰ زره کارکوونکي له دندې لرې کوي

Published

 on

(Last Updated On: کب ۲۵, ۱۴۰۱)

فیسبوک، د میتا د یوې برخې په توګه؛ سې شنبې پر ورځ د خپلو ۱۰ زره  کارمندانو د لرې کولو اعلان وکړ؛ ځکه، چې له ژور اقتصادي بحران سره مخ دی.

د تکنالوژۍ تر ټولو ستر شرکت فیسبوک څلور میاشتې مخکې هم خپل ۱۱ زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي وه.

د میتا شرکت اجرائیه مشر مارک زاکربرګ ويلي، د دندو ختمول مو د یوه کال د ګټورو هڅو یوه برخه ده؛ خو سخت کار دی.

نوموړي د خپل شرکت کارکوونکیو ته ویلي، د لس زره کارکوونکیو د دندې پای ته رسولو تر څنګ به په شرکت کې پر شته پېنځه سوه دندو نوي کسان ونه‌ګومارل شي.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۲ ز. کال په اوږدو کې دې شرکت ۲۳ میلیادر دالر ګټه کړې؛ خو ویل کیږي، چې د همدې کال تر دسمبره یې هر کال په عایداتو کې څلور سلنه کموالی راغلی دی.

ساینس او ​​ټیکنالوژي

تویتر له تاوتریخوالي ډکو اندونو سره د مقابلې لپاره خپل مقررات نور هم سخت کړل

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۱, ۱۴۰۱)

تویتر په دې وروستیو کې د خپرېدونکیو اندونو د مینځپانګې لپاره خپل مقررات بدل کړي او اوس کارونکي باید په دې ټولنیزه شبکه کې د مینځپانګې خپرولو پرمهال ډېر پام وکړي.

دا بدلونونه له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره رامنځته شوي دي. که څه هم دا بدلون شرکت ته د ایلان ماسک له ورننوتلو راپدیخوا لومړی بندیز ندی؛ خو دا د پاملرنې وړ یو بدلون دی.

د تویتر د نویو پالیسیو له مخې؛ کاروونکي نور نشي کولی، نورو ته د زیان رسولو غوښتونکي شي یا دې ته ورته مواد ورته په ډاګه کړي.

په دې مقرراتو کې راغلي: په دې کې د بل د مړینې، ناروغۍ، حادثې، یا نورو فزیکي پېښو لپاره د امید څرګندول شامل دي، چې کیدی شي زیانمنې پایلې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې تویتر پخوا خلکو ته د فزیکي زیان رسولو هیله د خپلو مقرراتو خلاف نه ګڼله.

سربېره پردې اوس د دې ټولنیزې شبکې د نویو مقرراتو له مخې؛ د خلکو د ورځني، مدني یا سوداګریزو فعالیتونو بنسټونه ګواښل هم منع دي. په دې بندیز کې د ملکي خلکو کورونو یا پناه ځایونو ته ګواښونه هم شامل دي. کارونکي به نور ونشي کولی د ویدیو لوبو یا سپورت پېښو په اړه له تاوتریخوالي ډکې تبصرې وکړي.

تویتر ويلي، چې که تاسې له مقرراتو سرغړونه وکړئ؛ نو ستاسې حساب به وځنډول شي؛ خو  که سرغړونه جدي نه وي، ټولنیزه شبکه کولی شي ستاسې حساب ته د لاسرسي د بېرته ترلاسه کولو لپاره له تاسې څخه د اړوند مینځپانګې لرې کولو غوښتنه وکړي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

سپینې ماڼۍ حکومتي څانګو ته د تیک تاک پرېښودو لپاره ۳۰ ورځنی ضرب الاجل ټاکلی

Published

on

(Last Updated On: کب ۹, ۱۴۰۱)

سپینې ماڼۍ د دوشنبې پر ورځ ( د کب ۸) حکومتي ادارو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړ، چې د چین تیک تاک پروګرام له ټولو فدرالي څانګو او سیستمونو لرې کړي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د مدیریت او بودیجې دفتر رییس شالاندا یانګ په یوه یادښت کې ادارو ته ویل شوي، چې ټولې فدرالي ادارې باید د امریکا معلوماتو خوندي ساتلو لپاره له خپلو تیلیفونونو او سیستمونو څخه تیک تاک لرې کړي.

دا بندیز، چې د تېر کال په وروستیو کې د کانګرس پر حکم صادر شو؛ کانادا، اروپایي اتحادیې، تایوان او د امریکا نیمایي هېوادونو ورته هڅې پیل کړې.

د تیک تاک مالک بایت دنس ویلي، چې دا اندېښنې د غلطو معلوماتو له کبله دي. هغه د امریکایانو د جاسوسۍ لپاره د دې برنامې کارول رد کړل. دا عمل د ټیک توک په ټولو امریکایی کاروونکیو اغېزه نه‌کوي( له ۱۰۰ میلیون څخه ډېر امریکایان، چې دا برنامه په شخصي یا شرکتي تیلیفونونو کې کاروي. تیک تاک د سپینې ماڼۍ پر یادښت تبصره نده کړې.

ډېرو دولتي ادارو د سپینې ماڼۍ، د دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د رایې ورکولو څخه مخکې په دولتي تیلیفونونو کې د تیک تاک کارول منع کړي دي.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیته ټاکل شوې، چې د هغه لایحې په اړه رای ورکړي، چې ولسمشر جو بایدن ته به واک ورکړي، چې د امریکا په ټولو تیلیفونونو کې د تیک تاک کارولو بندیز ولګوي.

د امریکا د مدني آزادیو اتحادیې اعلان کړی، چې د کانګرس لخوا د تیک تاک بندیز سره مخالفت کوي.

د سپینې ماڼۍ یادښت کې راغلي، چې د ۹۰ ورځو دننه ادارې باید د قراردادونو له لارې د معلوماتي تکنالوژۍ پلورونکیو لخوا د تیک تاک پر هر ډول کارونې بیاکتنه وکړي.

تېره اوونۍ د اروپایی اتحادیې دوه سترو پالیسۍ جوړوونکيو ادارو د انترنیت امنیت اندېښنو له کبله د کارمندانو تیلیفونونو کې د تیک تاک کارول منع کړل.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

میتا شرکت د نیلي نښې لپاره د تادیه شوي ګډون خدمت پیلوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲, ۱۴۰۱)

د فیسبوک او انستاګرام مور شرکت یا میتا د یکشنبې پر ورځ (د سلواغې ۳۰ / د فبرورۍ ۱۹ ) څرګنده کړې، چې دوی به د خپلو حسابونو د ډاډمنولو لپاره د تادیه شوي ګډون خدمت پیل کړي.

هغه خدمت، چې د میتا تصدیق نومول شوی؛ په روانه اوونۍ کې به د آسترالیا او نیوزیلند کارنو ته د لاسرسي وړ وي، کاروونکي تصدیقوي او دوی ته د نیلي نښې سره د دوی دریځ ښودلو لپاره ډالۍ ورکوي.

د میتا اجرائیوي رییس مارک زاکربرګ ویلي؛ دا ګډون به د هویت د جعل مخه هم نیسي.

له دې مخکې د تویتر نوي څښتن ایلان ماسک د ورته خدماتو لپاره د تویتر نیلي نښه لپاره د ۸ دالرو د میاشتني ګډون خدمت پیل کړی دی.

 زاکربرګ ډاډ څرګند کړی، چې د فیسبوک او انستاګرام پخوانیو تائید شویو اکاونتونو کې به کوم بدلون نه رامنځته کیږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!