سوداگري

قرغزستان په ۲ میاشتو کې افغانستان ته ۲۵ میلیون لیټره تېل صادر کړي

د سیمه‌ییزو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ قرغزستان د روان کال د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې د ۱۱.۵ میلیون ډالرو پر ارزښت تېل صادر کړي دي.

Published

on

د قرغزستان د ملي احصائې کمیټې د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دې هېواد په دوه میاشتو کې افغانستان ته ۲۴.۹ میلیون لیټره پټرول صادر کړي دي.

د سیمه‌ییزو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ قرغزستان د روان کال د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې د ۱۱.۵ میلیون ډالرو پر ارزښت تېل صادر کړي دي.

افغانستان ته د تېلو صادرات په تېرو دوه کلونو کې پرله‌پسې مخ پر لوړېدو دي.

د تېر کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۷۰۰ لیټره افغانستان ته تللي وه. په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۳ کال په ورته وخت کې یوازې ۱۹ لیټره ول.

د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټولیزه توګه سوداګرۍ هم له هغې وروسته، چې د قرغزستان حکومت د تېر کال په سپټمبر کې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ؛ ورسره صادراتو هم زیاتوالی وموند.

افغانستان اوس د قرغزستان د تېلو اصلي مصرفي هېواد دی، چې د دې تېلو د ټولو صادراتو شاوخوا ۹۲ سلنه جوړوي.

که څه هم افغانستان د آمو سیند په حوزه کې د تېلو او ګازو خپلې زیرمې لري؛ خو د انرژۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره د منځنۍ آسیا د هېوادونو او ایران پر وارداتو ډېره تکیه کوي.

Trending

Exit mobile version