تازه خبرونه

قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

توکوموف، چې پخوا د قزاقستان د سټراټیژیکو څېړنو انسټیټیوټ رییس و؛ پراخه ډیپلوماټیکه تجربه لري او د بهرنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې یې دنده ترسره کړې ده.

Published

on

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف، یرکین توکوموف، چې پخوا د قزاقستان د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ (KISI) مشر و؛ د افغانستان لپاره  خپل ځانګړي استازي ټاکلی دی.

توکوموف، چې پخوا د قزاقستان د سټراټیژیکو څېړنو انسټیټیوټ رییس و؛ پراخه ډیپلوماټیکه تجربه لري او د بهرنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې یې دنده ترسره کړې ده.

هغه د وارسا پوهنتون او هارورډ کینیډي له ښوونځي څخه اسناد تر لاسه کړي او پر قزاقي، روسي، انګلیسي او پولنډي ژبو روانې خبرې کوي.

دا هڅه ښیي، چې په سیمه‌ییزه ډیپلوماسۍ او له افغانستان سره په ښکېلتیا او تعامل کې به ښه رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version