سیمه ییز خبرونه

قطب الدین هلال له داکتر اشرف غني احمدزي خپل ملاتر څرگند کړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د لومړي پړاو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند قطب الدین هلال د چارشنبې د ورځې په وروستيو كې، د ولسمشريزو ټاكنو د دوه یم پړاو له نوماند داکتر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ څرگند کړ.

قطب الدین هلال په خپله وينا کې وويل، چې:

زمونږ هدف په افغانستان کې سوله ده، ځکه دواړو خواوو ته افغانان وژل کېږي. هغه که طالب دی او که د ملي اردو سرتېري.

دا په داسې حال کی ده، چې پرون د ورځې په نيمايي كې د قطب الدين هلال دوه یم مرستیال محمد علي نبي زاده او د هغه د ټاكنيز تيم غړيو د نوماند داكتر عبدالله عبدالله له اصلاحاتو او همپالنې تيم څخه ملاتړ اعلان كړى دى.

د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې به د غبرگولي په ۲۴ د ولسمشرۍ د دوه يم پړاو ټاکنې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version