تازه خبرونه
قطري او ایراني چارواکو پر افغانستان خبرې وکړې
د قطر بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې تېره ورځ د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دوحه کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره وکتل او د یو لړ مسایلو تر څنګ یې پر افغانستان هم خبرې وکړې.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم دی؛ له حسین امیر عبداللهیان سره یې د افغانستان له ثباته د ملاتړ پر هڅو خبرې کړې دي.
دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد، پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر زیاتولو خپل اندونه وړاندې کړل.
په دې کتنه کې د اتومي هوکړې په اړه د وروستیو بدلونونو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په اړه هم خبرې وشوې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ایران او قطر په سیمه کې د امنیت او ثبات په اړه د خبرو د دوام او د همکاریو د زیاتولو له هڅو ملاتړ کوي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر قطر ته په خپل سفر کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد سره وکتل او د دوه اړخیزو مسایلو تر څنګ یې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ حسین امیر عبداللهیان د سیمهییزو مسایلو او مشکلاتو په اوارولو کې د قطر له هلو ځلو او نوښتونو مننه وکړه او په دې برخه کې یې د قطر له رغنده کړنو څخه د ایران پر ملاتړ ټینګار څرګند کړ.