تازه خبرونه

قطري او بریټانوي چارواکي د افغانستان پر وضعیت وغږېدل

د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان پر وضعیت او په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې او د بشري او انکشافي پروژو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

Published

on

د قطر بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ د دې هېواد د نړیوالو همکاریو وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند د افغانستان لپاره د بریټانیا له استازي اندریو مک‌کوبري سره وکتل.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان پر وضعیت او په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې او د بشري او انکشافي پروژو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

قطري او بریټانوي چارواکو ټینګار کړی؛ دغه ناسته د دواړو هېوادونو سټراټیژیک هوډ څرګندوي، چې په بشري چارو کې برخه واخلي او د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي.

دا مهال له افغانستان سره د ډېرو هېوادونو همکاري په بشري برخه کې ده او د ډيپلوماټيکو اړيکو په برخه کې لویديځو هېوادونو تر دې دمه کوم ګام پورته کړی ندی.

قطر د افغانستان له ډيپلوماټيکو، اقتصادي او بشري ملاتړو څخه ګڼل کېږي او دغه هېواد درې ځلې د دوحې د غونډې کوربتوب کړى دى.

ویل کیږي، چې دغو ناستو تر اوسه کومه مثبته پایله نده لرلې؛ ځکه، چې نه اقتصادي بندیزونه لرې شوي او نه هم د اسلامي امارت د چارواکو نومونه له تور نوملړه ایستل شوي دي.

Trending

Exit mobile version