تازه خبرونه

قطر او افغانستان د هوايي خدمتونو هوکړه لیک لاسلیک کړ

یاد وزارت د دوشنبې پر  ورځ( د لړم اوومه ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې هوکړه لیک سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي ټرافیک حقونه وده وکړي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۸, ۱۴۰۳

د قطر ټرانسپورټ وزارت له افغانستان سره د هوايي خدمتونو په برخه کې د هوکړه لیک له لاسلیک خبر ورکړ.

یاد وزارت د دوشنبې پر  ورځ( د لړم اوومه ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې هوکړه لیک سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي ټرافیک حقونه وده وکړي.

دا هوکړه لیک د قطر د ملکي هوايي چلند ادارې رییس محمد فالح الهجري او د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند د مرستیال عبدالسلام حیدري ترمنځ لاسلیک شو.

دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په تېرو دوه میاشتو کې له افغانستان سره د الوتنو په کچه کې زیاتوالی راغلی دی.

د راپورونو له مخې؛ د ایران هوايي حریم او په منځني ختیځ کې د مخ پر زیاتېدونکيو شخړو له کبله هوايي شرکتونه د افغانستان پر لوري الوتنې کوي.

Trending

Exit mobile version