تازه خبرونه
قطر او امریکا په افغانستان کې د ښوونې او روزنې لپاره۵۰ میلیون ډالر مرسته کوي
دې دواړو بنسټونو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا تړون د ټولو لپاره په ځانګړي توګه د محرومو او له خطر سره مخ ټولنو ته د بنسټیزو زدهکړو ګډه ژمنه پر ګوته کوي.
د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې او د زده کړې قطري بنسټ هوکړه کړې، چې په افغانستان کې د ۱۰۰زره ماشومانو د زدهکړې او له ښوونځیو څخه د پاتې ماشومانو د روزنې لپاره ۵۰ میلیون ډالر مرسته او ۲۰۰۰ تحصیلي بورسوړنه ورکړي.
دې دواړو بنسټونو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا تړون د ټولو لپاره په ځانګړي توګه د محرومو او له خطر سره مخ ټولنو ته د بنسټیزو زدهکړو ګډه ژمنه پر ګوته کوي.
دغه هوکړه لیک د یکشنبې پر ورځ د دوحې د غونډې په څنډه کې د ټولو لپاره د زدهکړې بنسټ او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې ترمنځ لاسلیک شو.
دغه راز د قطر بهرنیو چارو وزارت استازي د دوحې د غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ښځو او بشري حقونو له ځانګړې استازې سره هم خبرې کړې دي. په افغانستان کې د ثبات لپاره نړیوالې هڅې د دوی د بحث یوه برخه وه.
