نړۍ
قطر د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکو ډلې په تخنیکي غونډه کې ګډون وکړ
د غونډې استازیتوب د قطر بهرنیو چارو د وزیر د ځانګړي استازي د دفتر د لومړی منشي ډاکټر خالد عبدالعزیز الخلیفي پر غاړه و.
قطر د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکې ډلې په لومړنۍ تخنیکي غونډه کې، چې د دې ټولنې د سعودي عربستان د جدې د مرکزي دفتر پر کوربتوب ترسره شوې؛ ګډون وکړ.
د غونډې استازیتوب د قطر بهرنیو چارو د وزیر د ځانګړي استازي د دفتر د لومړی منشي ډاکټر خالد عبدالعزیز الخلیفي پر غاړه و.
هغه په خپله وینا کې ټینګار کړی؛ دا غونډه په یوه حساس پړاو کې ترسره کیږي او د افغانستان د وضعیت لپاره یوه داسې متوازن او ګډ چلند ته اړتیا ده، چې بېړنۍ بشري مرستې، مسوولانه سیاسي تعامل او د افغانستان د ځانګړو شرایطو درک د اسلامي همکاریو ټولنې د اصولو په چوکاټ کې سره یوځای کړي.
الخلیفي زیاته کړې؛ دا غونډه د تخنیکي ارزونو د تبادلې، د هڅو د همغږۍ او د عملي وړاندیزونو د ترتیب لپاره یو مهم فرصت دی، چې د افغانستان په اړه د اغېزمنو او همغږو اقداماتو لپاره د وزیرانو د اړیکې ډلې وړتیا پیاوړې کوي.
هغه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د “دوحې بهیر” کوربتوب ته هم نغوته(اشاره) وکړه او څرګندوي؛ دا اقدام د قطر د دې قوي باور پر بنسټ رامنځته شوی، چې د سولې د ترلاسه کولو لپاره ترټولو اغېزمنه لار رغنده خبرې اترې دي.
د هغه په وینا، د دوحې بهیر د افغانستان په اړه د نړیوالو هڅو یو مهمه لاسته راوړنه ده او د بېلابېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو او همغږۍ لپاره یې یو واحد چوکاټ برابر کړی دی.
د قطر استازي زیاته کړې؛ د دوحې بهیر په درېیم پړاو کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د رول په برخه کې دوه کاري ډلې جوړې شوې، چې موخه یې د افغانستان د چارسمبالي حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د عملي خبرو اترو جوړول او د هېواد بشري او پرمختیایي اړتیاوو ته لاسرسی دی.
ډاکټر الخلیفي هیله څرګنده کړې؛ دا غونډه به عملي او رغنده پایلې ولري، چې د اسلامي یووالي روحیه راوځلوي او د افغانستان په اړه د مسوولانه ګډ چلند لپاره لار اواره کړي.