Connect with us

سیمه ییز خبرونه

قطر د نړیوال جام په سیالیو کې کارول شوي ۱۰۰۰۰ کورونه ترکیې او سوریې ته ډالۍ کړل

خپور شوی

د

د تېر کال د فیفا نړیوال جام کوربه هېواد قطر د اړوند سیالیو د ګډونوالو لپاره جوړ شوي ۱۰۰۰۰ ګرځند کورونه د ترکیې او سوریې د زلزلې له کبله د اغېزمنو سیمو خلکو ته ډالۍ کړل.

د تېرې دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې ۱۷ / د فبرورۍ ۶ ) له ۷.۸ درجې زلزلې او وروستیو ټکانونو څخه لږ تر لږه ۴۱۰۰۰ کسان مړه شوي او دغه ناورین د دواړو هېوادونو په ښارونو کې ویجاړوونکې اغېزې کړې دی.

په ترکیه کې له یو میلیون ډېرو خلکو خپل کورونه له لاسه ورکړي او وېره ده، چې دا شمېر په سوریه کې له دې هم ډېر وي.

د نړیوالو مرستندویې هڅې روانې دي، چې د دوی ډېرې هڅې تر خاورو لاندې د ژونديو پاتې کسانو پر ژغورلو خواړو رسولو، رواني پاملرنې او سرپناه برابرولو راڅرخي.

سیمه ییز خبرونه

د ایران پارلمان له روسیې سره سټراټیژیک تړون تصویب کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پراووه‌لسمه دا سټراټیژیک تړون سند لاسلیک کړی دی.

Published

on

د ایران پارلمان نن (چارشنبه) د تهران او مسکو ترمنځ  ۲۰ کلن سټراټیژیک تړون تصویب کړ، چې نه یوازې د دوه اړخیزو اړیکو ژوروالی ښیي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې دفاعي همکاري هم پر ګوته کوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پراووه‌لسمه دا سټراټیژیک تړون سند لاسلیک کړی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې مقننه قوې په اپریل کې دا تړون تصویب کړ. که څه هم په دې تړون کې د متقابلې دفاع ماده نشته؛ خو دا شرط لري، چې دواړه هېوادونه د ګډو پوځي ګواښونو پر وړاندې همکاري کولی، پوځي- تخنیکي همکاري پراخولی او په ګډو پوځي روزنو کې برخه اخیستلی شي.

په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین د جګړې له پیل راپدېخوا ایران او روسیې خپلې پوځي اړیکې پیاوړې کړې دي.

لویدیځو هېوادونو ایران تورن کړی، چې د روسیې لخوا پر اوکراین د بریدونو لپاره توغندي او ډرونونه چمتو کوي؛ خو تهران دا تورونه رد کړي او څرګندوي، چې روسیې ته یې په اوکراین کې د کارولو لپاره وسلې ندي ورکړي.

په دې سټراتیژیک تړون کې د دواړو هېوادونو ملي او مالي محصولاتو د ترویج له لارې د بانکي او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ته لار اواروي.

تېره اوونۍ هم د روسیې پر مشرۍ د ایران او یوریشیا اقتصادي ټولنې ترمنځ د آزادې سوداګرۍ تړون نافذ شو؛ ورسره تعرفې کمې او سوداګري زیاته شوه، چې موخه ترې د لویدیځ له سختو بندیزونو سره مبارزه ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

بریټانیا، کاناډا او فرانسې د غزې په خاطر اسرائیلو ته د بندیزونو ګواښ وکړ

رویټرز راپور ورکړ، چې د اسرائیلو پوځ د جمعې پر ورځ د نويو عملیاتو د پیل اعلان وکړ او له دې د دوشنبې پر ورځ له دې مخکې نتانیاهو ویلي وه، چې اسرائیل به د ټولې غزې کنټرول تر لاسه کړي.

Published

on

د بریټانیا، کاناډا او فرانسې مشرانو د دوشنبې پر ورځ ګواښ وکړ، چې که اسرائیل په غزه کې خپل نوي پوځي برید ونه‌دروي او د مرستو محدودیتونه لرې نکړي؛ نو پر اسرائیل به بندیزونه ولګوي.

رویټرز راپور ورکړ، چې د اسرائیلو پوځ د جمعې پر ورځ د نويو عملیاتو د پیل اعلان وکړ او له دې د دوشنبې پر ورځ له دې مخکې نتانیاهو ویلي وه، چې اسرائیل به د ټولې غزې کنټرول تر لاسه کړي.

نړیوالو کارپوهانو له دې مخکې له راتلونکي قحطۍ خبرداری ورکړی و.

د بریټانیا د حکومت په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې ویلي: “د اسرائیلو د حکومت لخوا ملکي وګړي له اړینو بشري مرستو بې برخې کول د منلو وړ ندي او له نړیوال بشري قانون څخه د سرغړونې خطر لري. مونږ په لویدیځه غاړه کې د ښارګوټو د پراخولو له هرې هڅې مخالفت کوو… مونږ به د نورو اقداماتو څخه د هدفمند بندیزونو په ګډون ډډه ونکړو.”

نتنیاهو یې په ځواب کې ویلي، چې “د لندن، اوټاوا او پاریس مشران د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د نسل وژنې برید ته ډالۍ وړاندې کوي. په داسې حال کې، چې په ورته وخت کې له نورو داسې جرمونو هرکلی کوي.”

هغه زیاتوي، چې اسرائیل به تر هغه وخته له ځان دفاع کوي، چې بشپړه بریا ترلاسه شي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د اسرائیلو شرایط د پاتې یرغمل شویو خوشې کول او د غزې تړانګه بې وسلې کول بیا تکرار کړل.

اسرائیلو د مارچ له پیل راپدېخوا غزې ته د طبي توکو، خوړو او سونګ توکو د ننوتلو مخه نیولې، چې پر حماس فشار راوړي او د ۲۰۲۳ کال یرغمل خوشې کړي.

د لویدیځ درې واړو مشرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي: “مونږ تل د ترهګرو پر وړاندې د اسرائیلیانو له حق دفاع او ملاتړ کړی دی؛ خو د [وضعیت] دا زیاتوالی بشپړنامتناسبه دی.”

دوی ویلي، چې دوی به د نتانیاهو د حکومت “دې ناوړه کړنو” ته بې‌تفاوته پاتې.

دوی په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره د امریکا، قطر او مصر له هڅو ملاتړ څرګند کړ او څرګندوي، چې دوی د شخړې د حل لپاره د دوه دولتونو د حل لارې د یوې برخې په توګه د فلسطین دولت پر رسمیت پېژندلو ته ژمن دي.

حماس له دې ګډې خبرپاڼې هرکلی وکړ او دا یې د نړیوال قانون د اصولو د بیا رغولو پر لور یو ” اړین ګام” وباله.

د غزې روغتیایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو ځمکنۍ او هوايي جګړې غزه ویجاړه کړې، نږدې ټول اوسیدونکي یې بې ځایه کړي او له ۵۳ زره څخه ډېر خلک، چې ډېری یې ملکي وګړي دي؛ وژل شوي.

اسرائیلو ویلي؛ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پراوومه د حماس پر مشرۍ له برید سره پیل شوه؛ په کې وسلوالو شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل، چې ډېری یې ملکي وګړي وه، او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل.

 

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ټرمپ د سولې په اړه په خبرو کې دروغ وایي- د ایران رهبر

خامنه‌یی ويلي: ” امریکا له خپل ځواک څخه ناوړه کار اخلي او غواړيو چې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته د غزې پر ماشومانو د غورځولو لپاره لس ټنه بمونه ورکړي.”

Published

on

د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر آیت الله علي خامنه‌یی د شنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دروغو تورن کړ او وایي: ټرمپ فارس خلیج ته د خپل سفر پر مهال، چې کله د سولې په اړه خبرې وکړې؛ حقیقت یې پټ کړ.

خامنه‌یی ويلي: ” امریکا له خپل ځواک څخه ناوړه کار اخلي او غواړيو چې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته د غزې پر ماشومانو د غورځولو لپاره لس ټنه بمونه ورکړي.”

ټرمپ د جمعې پر ورځ له متحده عربي اماراتو څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې ایران باید د خپل اټومي پروګرام په اړه د امریکا وړاندیز ته ژر تر ژره ځواب ووایی پرته له دې به ” بد څه پېښ شي.”

خامنه‌یی یې په غبرګون کې وويل، “دا څرګندونې حتا د ځواب ورکولو ارزښت نلري.

هغه زیاته کړه: “دا خبرې ویناوال او د امریکا خلکو ته سپکاوی دی.”

هغه دا هم ویلي: ” له شک پرته، په دې سیمه کې د فساد، جګړې او شخړو سرچینه صهیونیسټ رژیم دی؛  یو خطرناک او وژونکی سرطاني تومور، چې باید بېخ یې ووځي او له منځه به یوړل شي.”

د شنبې پر ورځ مخکې له دې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم وویل، چې ټرمپ د سولې په اړه خبرې کوي؛ خو په ورته وخت کې ګواښونه هم کوي.

پیزیکیان په تهران کې د سمندري ځواکونو په مراسمو کې وویل: ” مونږ کومه یوه ومنو؟ له یوې خوا دا د سولې په اړه خبرې کوي او له بلې خوا پر پرمختللو وسیلو د ډله‌ییزې وژنې ګواښ کوي.”

هغه زیاته کړې، چې تهران به د ایران او امریکا اټومي خبرې اترې روانې ساتي؛ خو له ګواښونو نه وېرېږي. “مونږ د جګړې په لټه کې نه‌یوو.”

عراقچي د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې د واشنګټن د دریځونو دوامداره بدلون به د اټومي خبرو اترو پروسه وغځوي. د ایران دولتي ټلویزیون د نوموړي د څرګندونو له مخې ویلي: “دا په بشپړه توګه د منلو وړ نده، چې امریکا هر ځل د خبرو اترو د اوږدولو لپاره نوی چوکاټ رامنځته کوي.”

پزشکیان وایي: “ایران به له خپلو مشروع حقونو څخه په شا نشي؛ ځکه، چې مونږ د زور او ګواښ پر وړاندې سر نه ټیټوو او وايي، چې مونږ په سیمه کې د بې ثباتۍ سرچینه یوو.”

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو څلورم پړاو تېره یکشنبه په عمان کې پای ته ورسېد؛ خو تر اوسه د خبرو اترو د نوي پړاو نېټه اعلان شوې نده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!