تازه خبرونه
قطر له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره د منځګړیتوب پر هڅو بیا ټینګار وکړ
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د قطر دایمي استازې علیا بن احمد بن سیف آل ثاني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا “د څو اړخیزه کولو او د شخړو د سولهییز حل له لارې د سولې او نړیوال امنیت هڅول” تر سرلیک لاندې ناستې ته څرګنده کړې، چې قطر به له دوحې بهیر څخه، چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ترسره کیږي؛ ملاتړ روان وساتي.
د قطر حکومت په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه د ملاتړ لپاره یوځل بیا د منځګړیتوب پر هڅو خپل ټینګار څرګند کړی دی.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د قطر دایمي استازې علیا بن احمد بن سیف آل ثاني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا “د څو اړخیزه کولو او د شخړو د سولهییز حل له لارې د سولې او نړیوال امنیت هڅول” تر سرلیک لاندې ناستې ته څرګنده کړې، چې قطر به له دوحې بهیر څخه، چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ترسره کیږي؛ ملاتړ روان وساتي.
د علیا د څرګندونو له مخې؛ دا هڅې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ “د افغانستان لپاره د دوحې بهیر” کوربتوب رانغاړي، چې موخه یې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان بشپړ ادغام دی.
قطر له تېرو لس کلونو راپدېخوا د افغانستان لپاره د ډیپلوماټیک لوبغاړي پهتوګه اړینې هڅې ترسره کړي او په افغانستان کې د واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو کوربتوب یې کړی دی.
