روغتيا
قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.
د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.