روغتيا
قلندر عباد د روغتیایي سکټور ملاتړکوونکیو بنسټونو ته د افغانانو اړتیاوې وړاندې کړې
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د پنجشنبې پر ورځ ( د کب لسمه ) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیایي سکټور د ملاتړو بنسټونو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانانو پر روغتیایي اړتیاوو یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې قلندرعباد د روغتیايي سیسټم د اصلاح، ګډې څارنې، روغتیايي ځانبسیاینې، د کلیو او ولسوالیو پر کچه د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په روغتیایي برخه کې له نړیوالو همکارانو وغوښتل، چې د اداري لګښتونو د کمولو او د مرستو په سمو او ډاډمنو رسولو کې ډېرې هڅې وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د ډېرو اداري لګښتونو مخه ونیول شي، د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر برخه به مثبت اغېز ولري.
همدارنګه عباد ټینګار کړی، چې د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدا به د روغتیایي سکټور په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو لپاره ګټوره وي.
د قلندر عباد د څرګندونو له مخې؛ دا د افغانستان د روغتيايي سيسټم د خپلواکۍ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او معياري کولو لپاره يو ستر او مثبت ګام دى، چې بايد نړيواله ټولنه يې ومني.