لوبی

قوش‌تېپه او اخوت د غېږنیونې غوره لیګ پایلوبې ته ووتل

ټاکل شوې، چې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ د روانې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ ودرول شي او د پنجشنبې پر ورځ به د قوش‌تېپه او اخوت لوبډلې د اتلولۍ د لقب ګټلو لپاره سره مخامخ شي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۷, ۱۴۰۵

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو سیالیو پر اتمه ورځ قوش‌تېپه او ستاره ها لوبډلو د دوشنبې پر ورځ په کابل کې سیالۍ ترسره کړې او غوره لوبډلو خپل ځواک نندارې ته وړاندې کړ.

په لومړۍ لوبه کې د قوش‌تېپه لوبډلې مسیح‌الله نظري په ۶۱ کیلوګرامه وزن کې د ستاره ها لوبډلې سید عمر ځاځي ته ماتې ورکړه.

په دوه‌یمه لوبه کې د قوش‌تېپه لوبډلې نجیب‌الله حسني په ۶۵ کیلوګرامه وزن کې مرتضی ایوبي ته ۶ پر ۲ ماتې ورکړه.

په درېیمه لوبه کې د اخوت لوبډلې محمد سرور سروري د غوره هنر پر ښودلو د فتح لوبډلې محمدعلي ترکمن‌وال ته ۱۴ پر ۱ ماتې ورکړه.

د اتمې ورځې په څلورمه لوبه کې د قوش‌تېپه لوبډلې شمس قریشي په ۷۰ کیلوګرامه وزن کې عبدالسلیم قادري ته  ۷ پر ۱ ماتې ورکړه.

قوش‌تېپه لوبډلې وروسته درې نورې بریاوې هم خپلې کړې او له دې سره یې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو پایلوبې ته د رسېدا حق ترلاسه کړ. د ستاره ها لوبډله بیا پایلوبې ته له رسېدا پاتې شوه.

ټاکل شوې، چې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ د روانې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ ودرول شي او د پنجشنبې پر ورځ به د قوش‌تېپه او اخوت لوبډلې د اتلولۍ د لقب ګټلو لپاره سره مخامخ شي.

د غېږنیونې مینه‌وال کولی شي د یاد لیګ پایلوبه او د پای مراسم د پنجشنبې پر ورځ د ماښام پر ۶ بجو په ژوندۍ بڼه وګوري.

Trending

Exit mobile version