تازه خبرونه

قومي او سیمه‌ییزو جګړو افغانستان ته درانده زیانونه اړولي دي – فطرت

هغه زیاته کړې،  دغو جګړو نه یوازې ګڼو خلکو ته مرګ‌ او ژوبله اړولې، بلکې د هېواد بنسټیزو تاسیساتو ته یې هم پراخ زیانونه رسولي دي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۲, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د یوه جومات د جوړولو مراسمو ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان په تېرو څلور لسیزو کې د قومي او سیمه‌ییزو جګړو له کبله درانده زیانونه ګاللي دي.

هغه زیاته کړې،  دغو جګړو نه یوازې ګڼو خلکو ته مرګ‌ او ژوبله اړولې، بلکې د هېواد بنسټیزو تاسیساتو ته یې هم پراخ زیانونه رسولي دي.

فطرت وایي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ځینو ګاونډ هېوادونو هم له افغانستان سره د مخالفت لاره خپله کړې او د سختو تګلارو پر پلي کولو  هره ورځ زرګونه افغان کډوال له خپلو خاورو باسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اقتصادي بندیزونو هم د هېواد پر وضعیت اغېز کړی او ورسره جوخت هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال له ګاونډ هېوادونو څخه افغانستان ته ستنېږي.

فطرت وایي: «د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ان ځینو ګاونډ هېوادونو هم د دښمنۍ سیاست غوره کړ او پرېکړه یې وکړه، چې افغان کډوال خپل هېواد ته بېرته واستوي. هره ورځ د کډوالو لوی بهیر د افغانستان پر لور روان دی.»

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او نړیوالو بنسټونو پر وار وار د بېرته ستنېدونکو کډوالو د وضعیت او له دې بهیر سره تړلو بشري ننګونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

Trending

Exit mobile version