تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د ایران نږدې اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ ساتل شوي – عراقچي
عراقچي له ایرنا سره په یوه مرکه کې دا یادونه هم کړې، چې ایران او افغانستان شاوخوا زر کیلومټره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کډوالو، مخدره توکو، فارسي ژبې، سرحدي امنیت، ترهګرۍ، د اوبو، سوداګرۍ، امنیت، په ځانګړې توګه د شیعهګانو د امنیت په ګډون ګڼشمېر مسلې شته دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ويلي، چې تهران اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني؛ خو د ایران د ملي ګټو د ساتنې لپاره ورسره نږدې اړیکې لري.
عراقچي له ایرنا سره په یوه مرکه کې دا یادونه هم کړې، چې ایران او افغانستان شاوخوا زر کیلومټره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کډوالو، مخدره توکو، فارسي ژبې، سرحدي امنیت، ترهګرۍ، د اوبو، سوداګرۍ، امنیت، په ځانګړې توګه د شیعهګانو د امنیت په ګډون ګڼشمېر مسلې شته دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې مسلو حل کول د افغانستان له اوسني حکومت سره خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته اړتیا لري.
عراقچي په ځینو برخو کې د پرمختګ په اړه هم ویلي: “زمونږ د پولو امنیت په تېرو څلورو کلونو کې د پخوا پر پرتله ښه و. دا یو حقیقت دی، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیت ښه ټینګ کړی دی. زه دا نه وایم، چې دا سل په سلو کې دی؛ خو ښه دی.”
عباس عراقچي زیاته کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د شیعهګانو امنیت تامین شوی؛ خو د هغوی حقونو ته اوس هم درناوی ندی شوی.
همدارنګه د اوبو د مسلې په اړه عراقچي ویلي، چې وضعیت ښه شوی؛ خو تر اوسه مطلوبې کچې ته ندی رسېدلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم ښه روانه ده، خو د بانکدارۍ ستونزه اوس هم حل شوې نده.
هغه ټینګار کړی، چې د مهاجرینو د ستنېدو په اړه له اسلامي امارت سره همغږي شته او تر اوسه پورې شاوخوا یو میلیون خلک بېرته ستانه شوي او کوم ځانګړی بحران رامنځته شوی ندی.